اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
چهارشنبه ٬د وږي ۱۷ مه٬ ۱۴۰۰ ل

حاجي محمدکریم  اتل  پیژندلیک  بیوګرافي

۱- پیژنده : حاجي محمدکریم « اتل » دحاجي عبدالجبارخان زوی په ۱۳۶۸ ه ش کال کي دهلمند ولایت دلښکرګاه ښار اولې ناحیې سیمه کي  په یوه دینداره اوعلمي  کورنۍ کې زږیږیدلی دی .

۲- زده کړي : ښاغلي اتل   ابتدائیه زده کړي دهلمند ولایت په مرکزلښکرګاه دشهید انجینر عبدالمتین په عالي لیسه کي او لوړي زده کړي دکابل پوهنتون د  حقوق پوهنځۍ ، اداره اوډیپلوماسۍ څانګي کي په بریالیتوب سره بشپړي کړیدی  ، داچي نوموړی دزده کړو سره زیاته لیوالتیا لري  اوس هم دوکالت  ترڅنګ  دماس‍ترۍ دورې په تحصیل باندي  بوخت دی  .

د ښاغلي اتل مورنۍ ژبه پښتو خو دخپلي مورنۍ ژبي ترڅنګ په فارسي  ، اردو او انکلسي ژبو رواني خبري کولایسي .

۳- دندي : ښاغلی حاجي محمدکریم « اتل » د۱۳۹۳  کال ټاکنوکي دولسونو په غوښتنه  ولایتي شورا ته  نوماند سو ،  چي  دولسونو په رایه یې ولایتي شورا ته لاره پیداکړه ، نوموړي په   ۱۳۹۳/۸/۱۴ نیټه دولایتي شورا اداري هئیت ټاکنو کي   دشورا اکثریت غړو  رایو په ترلاسه کولوسره دولایتي شورا ریس په حیث وټاکل  سو چي د څلورکاله ریاست  څخه ورسته یې  ۱۳۹۷/۳/۱۶ نیټه دولایتي شورا له غړیتوب څخه استعفا  او دولسونو په غوښتنه د ۱۳۹۷ کال ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند  سو چي  دولس په رایه یې ولسي جرګې ته لاره پیداکړه ، ښاغلي اتل دولسي جرګې د اولسمي تقنیني دروې اداري هئیت ټاکنو کي دمنشي څوکۍ ته کاندید چي دبریالیتوب رایو ترلاسه کولو سره دولسي جرګې دلومړي منشي په حیث وټاکل سو .

۴- فعالیتونه : ښاغلي اتل دولایتي شورا وکالت څخه وړاندي هلمند کي په مدني ، فرهنګي اوسیاسي  برخو کي زیات فعالیتونه ترسره کړی ،   فرهنګي برخه کي یې دنورو فرهنګي  فعالیتونو ترڅنګ   دیویښت (۲۱)  بیلابیلو اشخاصو لیکلي اثار هم  په خپل مالي لګښت چاپ کړیدي اوهمدارنګه نوموړي په هلمند کي دټولني دمختلیفو اقشارو څخه دیوالي کاروان په نوم مدني خوځښت رامنځته کړیدی چي له همدې ادرسه په دوامداره توګه  دولسونو ستونزو ته رسیدګي او دبیوزلو سره نغدي اوخوراکي توکو مرستي کیږي

ایمل ادرس:karim.atal888@gmail.com

د تلیفون شماره:0702171717