اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
دو شنبه ٬د وري ۷ مه٬ ۱۳۹۶ ل

کابل د کب ۲۳مه، ۱۳۹۵

د ولسي جرګې نوي اداري هیئت رسماً په کار پیل وکړ.

دولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي نن د دې جرګې نوی اداري هیئت چې په تېرو څو ورځو کې د وکیلانو له لوري غوره شو، رسماً معرفي کړ.

ولسي جرګې د ژمنیو رخصتیو له پای ته رسېدو وروسته د بیا ځلي کار پیلېدو سره هم مهاله د دې جرګې د اداري هیئت لپاره رایه اچونه وکړه چې په پایله کې همایون همایون د لومړي نایب، نذیر احمدزی د دویم نایب، عبدالقادر ځاځی د جرګې دمنشي اوعرفان الله عرفان د نایب منشي په توګه غوره شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د ولسي جرګې رییس، د دې جرګې د دارالانشاء لوی مشر، د اداري هیئت غړیو او وکیلانو حضور درلود.

لومړی تر هر څه وړاندې د ولسي جرګې رییس ښاغلي ابراهیمي یادو څوکیو ته د اداري هیئت د غړو د بریالیتوب مبارکي وویله او ورڅخه یې وغوښتل چې د ولس د استازیو په توګه خپلې چارې په ښه شان سرته ورسوي.

ورپسې د اداري هیئت غړیو له وکیلانو مننه وکړه، چې پر دوی یې اعتماد وکړ او ورته یې د باور رایې ورکړې. اداري هیئت ژمنه وکړه چې ولس ته د ښو چوپړونو وړاندې کولو او د جرګې د اداري هیئت د چارو د مخته بېولو لپاره به تر خپلې وسې کوښښ کوي او په دې برخه کې به هر ډول هڅې ونه سپموي.

دا په داسې حال کې ده چې همایون همایون د ۱۱۹ تایید رایو په تر لاسه کولو د لومړي نایب، نذیر احمدزی د ۱۳۳ تایید رایو په تر لاسه کولو د دوه یم نایب، عبدالقادر ځاځی وطندوست د ۹۴ تایید رایو په تر لاسه کولو او عرفان الله عرفان د علني رایو په ترڅ کې دجرګې د نایب منشي په توګه غوره شول.