اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
سه شنبه ٬د لندۍ ۲۱ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د کب ۲۲مه، ۱۳۹۵کال

عبدالقادر ځاځی وطندوست دولسي جرګې د منشي په توګه وټاکل شو.

د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې چې د دې جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي په ریاست جوړه شوې وه وکیلانو د دې جرګې د منشي ټاکلو لپاره رای اچونه وکړه.

د جرګې په ننۍ غونډه کې ټول یو سلو اته اتیا (۱۸۸) وکیلان حاضر و، چې پنځوس جمع یو یې پنځه نوي رایې کیدلې.  د ولسي جرګې د منشي څوکۍ لپاره ټاکنو کې انجینر سید اکرام  د ۷۰ رایو او محمد رضا خوشک وطندوست د ۷۵ رایو په تر لاسه کولو ونشو کړای چې د جرګې د منشي څوکۍ تر لاسه کړي.

دا چې د دې څوکۍ تر لاسه کولو لپاره درې ځلي ټاکنې تر سره شوې وې، د عبدالقادر ځاځي وطندوست او محمد رضا خوشک وطندوست تر منځ  دوو هغو نوماندانو تر منځ چې تر نورو یې زیاتې رایې ګټلې وې رای اچونه وشوه. د رای اچونې په دې پړاو کې ۱۷۵ وکیلان حاضر وو، پنځوس جمع یو یې ۸۸ رایې کیدلې. بالاخره د رای اچونې په پایله کې عبدالقادر ځاځي وطندوست ۹۴ رایې او محمد رضا خوشک وطندوست ۶۳ رایې تر لاسه کړې او په دې ترتیب عبدالقادر ځاځي وطندوست  وکړای شو چې د جرګې دمنشي په توګه غوره شي.  

د یادولو ده چې په هېواد کې د نا امنیو په ځانګړي توګه د سردار محمد داوود خان پرڅلور سوه بستریز روغتون باندې د تېرې اونۍ د برید څرنګوالی د ولسي جرګې د ننۍ غونډې د اجندا بله موضوع وه، خودوخت کموالي او د موضوع د اهمیت له کبله یاد بحث دجرګې راتلونکې غونډې ته وځنډول شو.

خبریال: سیدحشمت الله میري

ژباړن او اډیتور: محمد کامران ابراهیمي