اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د زمري ۲۸ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د کب ۲۱مه، ۱۳۹۵ کال

د ولسي جرګې د منشي څوکۍ لپاره ټاکنې تر سره کړې

د جرګې په عمومي غونډه کې، چې د دې جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي په ریاست جوړه  شوې وه،  وکیلانو  دا ځل د دې جرګې دمنشي څوکي تر لاسه کولو لپاره خپلې رایې وکارولې. د ویلو ده چې د منشي څوکۍ تر لاسه کولو لپاره د عبدالقادر ځاځی وطندوست او عبدالستار خواصي نوماندان وو.  د جرګې ننۍ غونډه کې ی ۱۷۹ وکیلان حاضر و، چې د رایې اچونې په پایله کې عبدالستار خواصي د ۵۱ رایو او عبدالقادر ځاځی وطندوست د ۶۸ رایو په تر لاسه کولو یو هم و نه توانېد  چې د جرګې د حاضرو غړو څخه پنځوس جمع یو رایې تر لاسه کړي.

 ورپسې د ولسي جرګې رییس له وکیلانو وغوښتل چې د منشي څوکۍ لپاره دریم ځلي ټاکنې تر سره کړي.

دا ځل عبدالقادر قلاتوال،  محمد رضا خوشک وطندوست، لیلما حکمی،  سید اکرام، مخدوم ابدال الله محمدي او ناهید فرید د ولسي جرګې د منشي څوکۍ لپاره  کاندیدان وو او هر یو یې په خپل وار سره  د جرګې غړو ته خپل کاري پروګرامونه تشریح کړل.

د جرګې په غونډه ټول ۱۳۸ وکیلان حاضر وو، چې له رایې اچونې وروسته عبدالقادر قلاتوال د ۱۹ رایو، محمد رضا خوشک وطندوست د ۳۵ رایو، لیلما حکمي د ۹ رایو، مخدوم ابدال الله محمدي د ۱۶ رایو، سید اکرام د ۳۱ رایو او ناهید فرید د ۲۰ رایو په تر لاسه کولو یو هم له جرګې څخه د پنځوس جمع یو رایې  په تر لاسه کولو ونه توانېد.

په پایله کې ولسي جرګې پریکړه وکړه چې د جرګې په راتلونکې غونډه کې د دې جرګې د منشي څوکۍ لپاره د څلورم ځل لپاره د سید اکرام او  محمد رضا خوشک وطندوست تر منڅ ټاکنې وشي.

دغه راز  د جرګې په ننۍ غونډه کې پرېکړه وشوه چې سبا د یکشنبې په ورځ دې  د جرګې په فوق العاده غونډه کې د سردار محمد داوود خان پر څلور سوه بستریز روغتون باندې د ترهګریز برید د څرنګوالي په تړاو بحث وشي.

خبریاله : فرشته فرملي

ژباړن او ایډیتور:محمد کامران ابراهیمي