اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
جمعه ٬د غويي ۸ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د کب ۱۷مه، ۱۳۹۵کال

ولسي جرګې په دویمه ورځ د اداري پلاوي د ټاکلو لپاره صندقونه کیښودل چې په لړ کې یې دویم نایب او د منشي نایب وټاکل شوه خو د لومړي نایب او منشي لپاره ټاکنې د دویم پړاو ترسره کولو په موخه راتلونکي غونډې ته وځنډیدې.

د ولسي جرګې نننۍ عمومي غونډه د یادې جرګي رییس عبد الرووف ابراهیمي په ریاست جوړه شوه چې په غونډه کې د ولسي جرګې اداري پلاوي د ټاکلو په موخه ټاکنې وشوې.

په دې ټاکنو کې د ولسي جرګې لومړي نیابت لپاره هر یو حاجي عبد الظاهر قدیر، میرویس یاسیني او همایون همایون ، د دویم نیابت لپاره محمد نذیر احمد زي او شیخ نعمت الله غفاري، د منشي څوکۍ لپاره محمد صالح سلجوقي او عبد الرووف انعامي او د منشي نایب څوکۍ لپاره یوازې عرفان الله عرفان ځانونه نوماند کړي و.

د غونډې په دوام د ولسي جرګې اداري پلاوي لپاره نوماندانو د ولسي جرګې غړو ته خپلې ویناوې واورولې او پرلپسې ټاکنې پیل شوې.

د ټاکنو په پایله کې د لومړې نیابت لپاره هر یو حاجي عبد الظاهر قدیر د ۵۶ ، میرویس یاسیني ۷۳ او همایون همایون د ۷۵ رایو په ترلاسه کولو سره یو هم ونه توانیدل، پنځوس جمع یو چې  ۱۱۰ رایې کیدې پوره کړي نو په همدې اساس پریکړه وشوه چې په راتلونکې غونډه کې به د میرویس یاسیني او همایون همایون ترمنځ چې په یادو دریو نوماندانو کې یې ډیرې رایې ترلاسه کړي دي د دویم پړاو لپاره ټاکنې وشي.

د دویم نیابت لپاره محمد نذیراحمدزی او شیخ نعمت الله غفاری نوماندان و چي په پایله کې محمد نظر احمد زي ۱۳۳ او شیخ نعمت الله غفاري ۵۳ رایې ترلاسه کړې نو په همدې اساس محمد نذیر احمدزی د جرګې د دویم نایب په توګه د ولسي جرګې د غړو له لوري غوره شو.

د ولسي جرګې د منشي څوکۍ لپاره هم دوه تنه عبد الروف انعامي او محمد صالح سلجوقي نواماندان و چې د رایو د شمیرلو وروسته عبد الروف انعامي ۸۰ رایې او محمد صالح سلجوقي ۷۷ رایې ترلاسه کړې چې له دوی نه هم یو یې ونه توانیدو ، پنځوس جمع یو چې ۱۱۰ رایې کیدې ترلاسه کړي نو په همدې اساس پریکړه وشوه چې یادې څوکۍ ته نوي کسان ځانونه نوماند کړي.

خو د جرګې د منشي د نیابت لپاره یوازې عرفان الله عرفان نوماند و او د ولسي جرګې غړو تصمیم ونیوه چې د نوموړي د تایید لپاره په علني توګه رایه ورکړي او په پایله کې د غوڅ اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره عرفان الله عرفان د جرګې د منشي نایب په توګه غوره شو.

د غوڼدې په پای کې د جرګې رییس عبد الروف ابراهیمي د جرګې دویم نایب محمد نذیر احمد زي او دمنشي نایب عرفان الله عرفان ته د یاد څوکیو لپاره د ټاکل کیدو مبارکي ورکړه او په چارو کې یې ورته د لا بریالیتوب غوښتنه وکړه.

عبد الروف ابراهیمي زیاته کړه چې راتلونکي غونډې کې به د منشي څوکۍ لپاره د نوو نوماندانو ترمنځ او د لومړي نیابت لپاره د همایون همایون او میرویس یاسیني ترمنځ د دویم ځل لپاره ټاکنې وشي.

خبریال : رحیم الدین اوریاخیل