اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د زمري ۲۸ مه٬ ۱۳۹۶ ل

دکب ۱۶مه، ۱۳۹۵ کال

جمهور رییس محمد اشرف غنی د ملي شورا کلنی اجلاس پرانیست.

د هیواد جمهور رییس محمد اشرف غني، دولسي جرګې د رییس عبدالروف ابراهیمي، دمشرانوجرګې د رییس فضل هادي مسلم یار، اجرایي رییس عبدالله عبدالله، د جمهور رییس د لومړي مرستیال سروردانش، دملي شورا د دواړو خونو د غړیو، قاضی القضات، لوی څارنوال، دکابینې د غړیو، د یو شمیر بهرنیو هیوادونو د سفیرانو او د هېواد د یو شمېر ملي شخصیتونو په شتون کې د ملي شورا کلنی اجلاس پرانیست.

لومړی د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د ولسي جرګې تالار ته د  جمهور رییس، اجرایي رییس، د جمهوري ریاست دلومړي مرستیال، دکابینې د غړو او یو شمېر نورو ملي شخصیتونو د راتک هر کلی وکړ او ورته یې ښه راغلاست وویلې.

د ولسي جرګې رییس په خپلو خبرو کې دهېواد امنیتي وضعیت نازک وباله او په هېواد کې یې د تروریستي ډلو له فعالیتونو څخه د اندېښنې تر څنګ وویل چې راتلونکي کال کې به حکومت په ځانګړي توګه امنیتي ځواکونه له هېواد څخه د دفاع او د امنیت خوندي کولو په برخو کې له سختې آزموینې سره مخ وي.

ښاغلي ابراهیمي دغه راز هیله مندي وښوده، چې پارلماني ټاکنې په پوره شفافیت تر سره شي څو هیوادوالو ته د منلو وړ وګرځي.

د ولسي جرګې رییس په هېواد کې روانې استخباراتي جګړې ته په اشارې،  له جمهور رییس څخه وغوښتل چې د هېواد د بهرني سیاست اساسي کرښې د تایید او تصویب لپاره ولسي جرګې ته واستوي.

ښاغلي ابراهیمي همدارنګه وویل، حکومت باید له هغو کسانو سره سوله وکړي، کوم چې له سولې سره لیوالتیا لري او د بې ګناه ملکي افغانانو له وژنو څځه لاس په سر شي.

د ولسي جرګې رییس د نشه یي توکو د کرکیلې، بیکارۍ او نا امنیو زیاتوالی د حکومت په وړاندې لویې ننګونې وبللې او د دې ستونزو پر هوارۍ یې ټینګار وکړ.

ورپسې د هېواد جمهور رییس محمد اشرف غني دخپلې وینا په پیل کې د ټولو شهیدانو په ځانګړي توګه د ملي شورا  او د امنیتي ځواکونو شهیدانو ته دعا وکړه او ټپیانو ته یې د الله تعالي له دربار څخه د روغتیا هیله وکړه.

جمهور رییس وویل چې حکومت او د هېواد امنیتي ځواکونه له تروریستي ګواښونو سره د مبارزې لپاره غښتلې اراده او پوره چمتوالی لري. هغه دغه راز د راتلونکي کال تر پایه په هېواد کې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو ډاډ ورکړ.

جمهور رییس ډاډ څرګند کړ، چې د دولت درې ګونو قواو تر منځ بشپړې همغږۍ سره به ټولې چارې په ښه ډول مخ ته ولاړې شي.

ښاغلي غني پارلماني ټاکنو ته په اشارې وویل، چې په راتلونکو ټاکنو کې به نه خپله لاسوهنه وکړي او نه به هم نورو ته  په دې ملي پروسه کې د لاسوهنو اجازه ورکړي. جمهور رییس دا هم وویل چې په ټاکنو کې مداخله کوونکي افراد به د قانون مطابق سزا وویني.

د هېواد جمهور رییس دغه راز په خپل وخت باندې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پر ترسره کېدو هم ټینګار وکړ.

هغه د خپلې وینا پر مهال په هېواد کې د شلو تروریستي ډلو فعالیتونو ته په اشارې وویل، چې دغه ټولې تروریستي ډلې یو شان کړنې چې د بې ګناه وګړو وژل او د وینو تویول دي ترسره کوي، چې دغو ټولو تروریستي ډلو ته وسله والو طالبانو د فعالیت زمینه برابره کړې ده.

جمهور رییس وویل، له دوست او دښمن څخه د دولت تعریف مشخص دی او کوم طالبان چې د سولې بهیر سره یو ځای کېدل غواړي د حکومت غیږه ورته خلاصه ده . هغه له هغو افغانانو چې د سیمې استخباراتو له لوري غولیدلي وغوښتل  چې د سولې پروسې سره یو ځای شي. 


محمد اشرف غني وویل، کوم طالبان یا بله هره تروریستي ډله چې بې ګناه افغانان وژني د افغان ولس دښمنان دي او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپلې خاورې او هېوادوالو څخه د دفاع لپاره غښتلې اراده او پوره چمتوالی لري.

جمهور رییس د بروکسل او وارسا غونډو ته په اشارې وویل چې نړیوالې ټولنې په یادو غونډو کې له افغانستان سره د مرستو ژمنې کړي او دملي وحدت حکومت هم تر دې مهال یو لړ زیربنایي کارونه سرته رسولي او په راتلونکې کې یې دنورو بنسټیزو او پراختیایي چارو تر سره کولو لپاره پوره تدابیر نیولي دي.

خبریال: سید حشمت الله میري

ژباړن او ایډیتور: محمد کامران ابراهیمي