اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
چهارشنبه ٬د لندۍ ۲۲ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د سلواغه ۲۶ مه د ۱۳۹۵ کال

له افغانستان څخه د پخواني شوروي اتحاد د يرغلګر ځواكونو دوتلو د كليزې په مناسبت د ولسي جرګې پيغام

د ملي شورا ولسي جرګه، د سلواغې د ۲۶ مې نېټې د رارسېدو په مناسبت چې د افغانستان څخه د یرغلګرو پوځونو شرمېدلې ماتې د ۲۸ مې کلیزې سره برابره ده، د هېواد متدین، نجیب، پیاوړي، اتل او سرلوړي ملت ته په داسې حال کې د تبریکۍ مراتب وړاندې كوي چې زموږ هېواد د ژوند په مختلفو برخو کې د ترقۍ او علمي پرمختګ په لاره برابر شوی او د خپلو هېوادوالو پر مېړانه، سرښندنه، جهاد او مبارزه ویاړي او د آزادۍ د لارې د شهیدانو سپېڅلو ارواحو ته درود لېږي.

افغان ولس د آزادۍ د معرکې په ډګر کې د میړانې، شهامت او پياوړتیا لرغونی تاریخ لري او د زیاتو تاریخ پوهانو له نظره زموږ هیواد ته د یرغلګرو امپراطوریو د هدیرې نوم ورکړل شوی چې د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګرو پوځونو په مقابله کې زموږ د مومن او پياوړي ولس پاڅون، قرباني، ملي او سرښندونکې مبارزه او بالآخره د سره پوځ ماته او د پخواني شوروي اتحاد دړې وړې کیدل د دې ادعی د پخلي لپاره ښه دلیل دی.

د افغانستان د ملي شورا ولسي جرګه د افغان ولس ميړانه، سرښندنه، جهاد او مبارزه وياړي او ټولو هيوادوالو ته د دغې ورځې مباركي وايي.