اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مرغومی ۸مه د ۱۳۹۵ کال

د ولسي جرګې رییس عبد الرووف ابراهیمي د خوست والي حکم خان حبیبي کړنې وستایلې.

دا کتنه چې پکې د خوست یو شمېر وکیلانو هم شتون درلود د ولسي جرګې د رییس په کاري دفتر کې وشوه.

د ولسي جرګې رییس په پیل کې د خوست والي حکم خان حبیبي ته د نوموړي د کړنو او لاسته راوړنو د ستایلو په موخه د ولسي جرګې له لوري ستاینلیک ډالۍ کړ.

ورپسې د خوست والي د ولسي جرګې رییس ، اداري پلاوي او غړو ته د یاد ولایت د اوسیدونکو په استازیتوب درناوی وړاندې کړ او زیاته یې کړه چې د خوست ولایتي ادارې سره د یاد ولایت اوسیدونکي ډیر همکار دي او دا ددې لامل شوې چې په خوست کې امنیت په ښه توګه ټینګ شي.

ښاغلي حبیبي په یاد ولایت کې د امنیتي ځواکونو د کموالي یادونه وکړه او د ولسي جرګې رییس څخه یې وغوښتل چې حکومتي ادارو سره دغه ستونزه مطرح کړي څو حکومت یې د حل لپاره اقدام وکړي.

د ولسي جرګې رییس د والي حکم خان حبیبي د خبرو له اوریدو وروسته وویل چې په خوست ولایت کې د امنیت ټینګیدل د والي او ولایتي ادارې د هڅو پایله ده او زیاته یې کړه چې خلک هغه وخت د حکومتي ادارو ملاتړ کوي چې ترې راضي وي او ښه خدمات یې خپلو خلکو ته کړي وي چې د خوست ولایتي اداره په دې کار کې بر یالۍ ده.

عبد الروف ابراهیمي همدا راز وویل چې  په خوست کې د امنیتي ځواکونو د کمښت ستونزه به حکومتي چارواکو سره شریکه کړي څو په یاد ولایت کې د امنیتي ځواکونو کیفیت او کمیت ته لا پاملرنه وکړي.

ښاغلي ابراهیمي همدا راز خوست والي ته ډاډ ورکړ چې که په دې ولایت کې هر ډول ستونزه وي نو ولسي جرګه به یې د هوارولو لپاره د خوست ولایتي ادارې سره په پوره توګه همکاري وکړي.