اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د لړم ۲۷ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مرغومې ۸ مه د ۱۳۹۵ کال

د ولسي جرګې رییس عبد الرووف ابراهیمي د میرویس نیکه پوهنتون له رییس او زابل ولایت تعلیمي موسسو څخه راغلو  استازو سره وکتل او د دوی کړنې یې وستایلې.

په دې کتنه کې چې د ولسي جرګې رییس په کاري دفتر کې وشوه په ولسي جرګه کې د زابل د خلکو استازې هم حضور درلود.

د زابل څخه راغلو د تعلیمي او تحصیلي ادارو مشرانو په یاد ولایت کې دشته ستونزو یادونه وکړه.

دوی وویل چې د زابل ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی او د حکومت څخه یې د یاد ولایت امنیتي وضعیت ته د پاملرنې غوښتنه وکړه .

دوی همداراز په یاد ولایت کې د خلکو د تعلیمي کچې د ټیټوالي یادونه وکړه او ویې ویل چې د دې ولایت ځوانان په دې ولایت کې د پوهنتون له نشتون څخه سرټکوي که څه هم په دې وروستیو کې د حکومت له لوري په زابل کې د پوهنتون د جوړیدو اقدام شوی خو تر اوسه یې په فعالیت پیل نه دی کړی.

د ولسي جرګې رییس د زابل ولایت د تعلیمي موسسو  د دغو استازو د خبرو له اورېدو  وروسته وویل چې په یاد ولایت کې امنیتي وضعیت په رښتیا هم د اندیښنې وړ دی او زیاته یې کړه چې ددې ولایت وکیلان هم یاده ستونزه لویه بولي او ژمنه یې وکړه چې د امنیت په برخه کې به د زابل د خلکو ستونزې له حکومتي چارواکو سره شریکې کړي څو د حل لپاره یې ګام پورته کړي.

عبد الرووف ابراهیمي په زابل ولایت کې د پوهنتون د جوړیدو منظوري یوه لویه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې د ولسي جرګې اداري پلاوی په دې ولایت کې د پوهنتون له جوړیدو او فعالیدو کلک ملاتړ کوي، څو د یاد ولایت ځوانان وتوانیږي چې په خپل ولایت کې لوړې زده کړې وکړي او د هېواد په بیارغونه کې غښتلې ونډه واخلي.