اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
چهارشنبه ٬د زمري ۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د مرغومې ۷مه د ۱۳۹۵ کال

د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د نورستان ولایت له یو شمیر قومي مشرانو او خلکو سره وکتل.

په دي کتنه کې چې دولسي جرګې درییس عبدالروف ابراهیمې ترڅنګ  په ولسۍ جرکه کې د یاد ولایت استازو هم کډون درلود.

لومړی د نورستان ولایت څخه راغلو قومي مخورو په یاد ولایت کې هغه شته ستونزو ته اشاره وکړه چې د یا د ولایت اوسیدونکي اوسمهال ورسره لاس او ګریوان دي.

نا امني، په یاد ولایت کې د وسله والو مخالفانو شتون، د ښونې او روزنې څخه بې برخه کیدل،د محلې چارواګو بې کیفایتې ،د معیاري سړکونو نشتون او همدارز د نورستان ولایت په ښونځیو کې د مسلکې ښوونکو نه شتون هغه ستونزې وې چې د نورستان ولایت استازو او دیاد ولایت قومي مشرانو د ولسي جرګې رییس سره شریکې کړې.

دوی ددې ترڅنک د نورستان ولایت له چارواګو څخه شکایت درلود چې د یاد ولایت لپاره يي د پام وړ کار نه دی شوي.

د کتنې په دوام کې د ولسۍ جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل چې د نورستان ولایت د خلکو د ستونزو په تړاو یې د ملي یووالي له مشرانوسره لیدلي او  حکومت دې ته ژمن دی چې د یاد ولایت شته ستونزو ته رسیدګې وکړي.

ابراهیمې زیاته کړه  دا چې د نورستان خلک ډیر با غیوره او باهمته خلک دي او تر څنک يي د نورستان  ولایت استازې هم  دیاد ولایت  ستونزې له دوی سره شریکوي نو په همدې اساس دوی هڅه کوي چې د هیواد دنورو ولایتونو ترڅنک د نورستان ولایت شته ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي .

نوموړي همدارز زیاته کړه  دا چې د نورستان ولایت د جغرافیايي موقعیت  له پلوه په یو حساس موقعیت کې قرار لري نو لازمه ده چې حکومت دې ولایت ته زیاته پاملرنه  وکړي.اود نورستان ولایت امنیت يي د ټول اففانستان لپاره اړین وباله.