اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
جمعه ٬د غويي ۸ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د غویي ۱۴ مه د ۱۳۹۵ کال

د ولسي جرګې د کمیسیونونو په غونډو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث وشو

دشکایتونواوریدلو، وکیلانو دخوندیتوب ، امتیازاتو او حقونو کمیسیون غونډه چې د الحاج عبیدالله بارکزي د کمیسیون ریس په مشری پیل او د هیوادوالو د عریضو په هکله بحث وشو .

د غونډی په لمړی برخه کې د افغانستان بانک د مرستیال په ګډون دحاجی عبدالروف په عریضه بحث وشو ، نوموړي شکایت درلود چې څلورجریبه ځمکه یې په ۱۳۵۹ کال کی د تامین په حالت کی راغله چې په یاده ځمکه یې دوکانونه جوړ کړل او منظمه کرایه یې ترلاسه کوله .

دیادی ځمکی بله برخه د افغانستان بانک ته ورکړل شوی ده د افغانستان بانک له لوری راسره دعوا وشوه د اته کلونوپه تیریدو سره د هیواد دری ګونو محکمو زما په ګټه پریکړه وکړه چی د محکمی پریکړي په لاس لرم اوس مهال د افغانستان بانک د مسولینو له لوری راته ملکیت نه سپارل کیږی چی په دی هکله د ولسمشرامرهم په لاس لرم .

د افغانستان بانک مرستیال هم خپل معلومات دکمیسیون غونډی ته وړاندی کړل زیاته یی کړه چې په ۱۳۵۹ کال کې د مالیی وزارت دملی شوو دارایی په نوم یاد ملکیت په د افغانستان بانک پلورلي کله چی محکمی د عبدالروف په ګټه پریکړه وکړه موږ د تجدید نظرغوښتونکی شو .

کمیسیون وروسته دشکایت اوریدلو څخه د افغانستان بانک مسولینوته لارښونه وکړه چی د دری ګونو محکمو دپریکړی په بنسټ دی د نوموړی ملکیت تسلیم کړی .

د ناستې په بله برخه کې:

دارزګان ولایت د ترانسپورت د رییس او د ملی امنیت ریس الحاج ذکریا عزیزی چی ۱۹ کاله یی د ارزګان ولایت د ملی امنیت ریاست دنده په غاړه لری اود ارزګان ولایت اوسیدونکی د نوموړو د فعالیت او کړنو څخه رازی دی دشکایتونواوریدلو، وکیلانو د خوندیتوب ،امتیازاتو او حقوقو کمیسیون له لوری نوموړي ته ستاینلیک ورکړل شو او دلوی خدای ج له درباره ورته د لازیاتو بریا هیله وکړه .

ورپسې د شیرمحمد د عریضه په هکله د کابل ښاروالی د استملاک ریس په ګډون بحث وشو، نوموړي شکایت درلوده چی زما کورد کابل ښارپه نهمه ناحیه کی وه دکابل ښاروالی له لوری استملاک شو ، اوس مهال د ښاروالی له لوری راته دځمکی بدیل نه راکول کیږی .

کمیسیون د کابل ښاروالی د استملاک ریس ته لارښونه وکړه ترڅو د نوموړی شکایت ته د استملاک د قانون په رڼا کی دپای ټکی کیښودل شی .

دغونډی په بله برخه کېد محمد سرور په عریضه بحث وشو ، نوموړي شکایت درلوده چی زما لور۷ کاله مخکی په قتل ورسیده ، مګرقاتلین یی اوس هم په آزاده توګه ګرځي هیڅ رازپوښتنه ونه شو .

کمیسیون وروسته دشکایت اوریدلو څخه پریکړه وکړه چی بامیانو ولایت ته دی لارښوونه وشی ترڅو د قاتلینو په نیولو کی کوټلی ګامونه پورته کړی قاتلین دی د قانون منګولوته وسپاری ترڅو د خپلوکړنو مطابق مجازات شی .

دغونډی په بله برخه کښی  :

دپغمان ولسوالی د سنګ تراش قوم په عریضه بحث وشو، نوموړوشکایت درلوده چی دقوماندان عبدالله له لوری زموږ ۲۰۰۰جریبه ځکمه غصب شوی په غیرقانونی توګه د نوموړي له لوری ځکمه د نمرو په ډول پلورل کیږی او کارپری عملآ جریان لری .

کمیسیون وروسته دشکایت اوریدلو څخه پریکړه وکړه چی د کابل امنیه قوماندانی ته دی لارښوونه شی ترڅو په یاده ځکمه کاربند کړی که عبدالله نومی د ځمکی په هکله کوم اسناد په لاس ولری د کمیسیون راتلونکی غونډی ته دی وړاندی کړی ترڅو حقیقت څرګند شی .

د نړیوالو اړیکو کمیسیون ناسته چې د کمیسیون د مرستیال ډاکټر جعفر مهدوي په مشرۍ وشوه، لومړی له صنعتي طرحو څخه د ملاتړ د قانون پر طرحه هر اړخیز بحث وشو چې په پایله کې په ډېری رایو سره د یادې طرحې اصلي متن تایید شو.

د ناستې په بله برخه کې د مستحلکینو د ملاتړ د قانون پر طرحه خبرې وشوې چې په پایله کې د کمیسیون یوه غړي ته دنده وسپارل څو نوموړې طرحه په غور سره ولولي او خپل وړاندیزونه او نظریات په راتلونکې ناسته کې شریک کړي.

په ناسته کې همدارنګه د جنایي موضوعاتو په تړاو د سارک کنوانسیون، د اسلامي هیوادو د مخابراتو د اتحادیې پر بنسټلیک، د سرې میاشتې د اسلامي کمیسیون د ایجاد په هوکړه لیک او د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي، تخنیکي او سوداګريزو مرستو پر هوکړه لیک خبرې وشوې چې په پایله کې د کمیسیون یوه یوه غړي ته دنده وسپارل شوه، څو د پورتنیو موضوعاتو په اړه خپل نظریات په راتلونکې ناسته کې د کمیسیون له نورو غړو سره شریک کړي.

د ناستې په پای کې د امریکا له لوري، د کابل – واشنګټن ترمنځ له شوي امنیتي هوکړلیک څخه د امریکا متحده ایالاتو په سرغړونو خبر وشوې، په پایله کې پریکړه وشوه څو د بهرنیو چارو وزیر او د ملي دفاع وزارت سرپرست د روانې میاشتې په ۲۶مه نېټه د کمیسیون په ناسته کې ګډون وکړي او په دې اړه د وکیلانو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

د نشه یې توکو پر وړاندې د مبارزې کمیسیون ناسته چې د کمیسیون د مرستیال عبدالودود پوپل په مشرۍ وشوه، لومړی په هیواد کې د شته ناامنیو په تړاو خبرې اترې وشوې او روان وضعیت یې د اندېښنې وړ وباله. د کمیسیون غړو له ملي یووالي حکومت وغوښتل څو ناامنه ولایتونو ته جدي پاملرنه وکړي چې په یادو ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو تعداد زیات او امنیتي ارګانونه په هر اړخیز ډول تجهیز کړل شي، څو د دوښمن د شومو کړنو مخه ونیول شي.

په ناسته کې همدارنګه له مستهلک څخه د ملاتړ د قانون په طرحه کې د وړاندیز شویو تعدیلونو په اړه بحث وشو چې له دقیقو بحثونو او څېړنو وروسته د یادې طرحې پرته له اته ویشتمې مادې د کمیسیون وړاندې شوی تعدیل تایید او نور د وړاندې شوې طرحې اصلي متن د کمیسیون له خوا د تایید وړ وګرځېد.

په غونډه کې کمیسیون ته په راغلو مکتبونو او غوښتنلیکونو بحث وشو چې له دقیقو څیړنو ورسته د نورو اجرااتو په موخه اړوندو ادارو ته راجع شول.

ددیني،کلتوري،پوهنې او لوړو زده کړو چارو کمیسیون په غونډه کې  چې د کمال ناصر اصولي په مشرۍ وشوه، د صنعتي طرحو د ملاتړ قانون په طرحه کې د وړاندیز شویو تعدیلونو په هکله بحث وشو چی د یو لړ تعدیلاتو په وړاندی کولو سره یاده طرح اړوند کمیسیون ته ولیږل شو همداراز د +g7 منشور او  وراثتي سرچینو ته د لاس رسی او د ژوند بڼو کنوانسیون سره سم د هغو له کار اچونې د ترلاسه شوو ګټو سم او برابر ویش په اړه د ناګویا پروتوکول په هکله بحث تر سره شو چی نوموړی منشور د کمیسیون حاضر غړو لخوا تایید شو همدارنګهله مستهلک څخه د ملاتړ قانون په طرحه کې د وړاندیز شویو تعدیلونو په هکله بحث وشو چی د بحث پاتی برخه راتلونکی غونډی ته وځنډیده.

د غونډی په بله برخه کی تصمیم ونیول شو څو د پوهنی وزیر سره د تخنیکی او مسلکی زده کړو معین د غبرګولی میاشتی دویمی نیټی غونډی ته راوبلل شول څود هغه شکایت په اساس چی ګویا پکتیا ولایت کی د تخنیکی او مسلکی زده کړو معینیت اړوند انستیتوت چی له (۳) کالو راپدیخوا فعالیت کوی اوس د پوهنی وزیر او د تخنیکی او مسلکی زده کړو معینیت لخوا د شیعه ګانو په نوم دغه انستیتوت په دوه برخو ویشلی چی دا کار د هیواد د قومونو تر منځ تفرقه پیدا کوی په دی اړه د غونډی ګډون والو ته د معلوماتو وړاندی کول همداراز تصمیم ونیول شو څو د عدلیی وزیر سره د انسجام رییس او د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین، د ملی دفاع وزارت د صحیه رییس او د شهیدسردار محمد داود خان روغتون رییس د بیلا بیلو موضوعاتو په اړه د سه شنبی ورځی د ثور میاشتی  ۲۱ نیټی غونډی ته راوبلل شو تر څو د کمیسیون د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه وړاندی کړی .

د غونډی په ورستی برخه کی کمیسیون ته د راغلو عرض پاڼو او ګڼه لیکونو په اړه بحث وشو او د لازمو اجرااتو په موخه اړوندو مراجعو ته لازمه سپارښتنه وشوه .