اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
دو شنبه ٬د چنګاښ ۵ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د غویِي ۴مه، ۱۳۹۵کال

د ملي شورا دواړو مجلسونو د کرنیز آفت د وژنې قانون په اړه ګډه غونډه تر سره کړه.

د ملي شورا د دواړو مجلسونو  مختلط هییت د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون د مرستیال حاجي محمد هاشم په ریاست او د مشرانو جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون د غړې صالحه مهرزاد په مرستیالۍ د کرنیز آفت د وژنې قانون د طرحې په اړه بحث کولو په خاطر غونډه تر سره کړه.

د مختلط هییت غړو د دې قانون د لسمې،دولسمې، دیارلسمې او پنځه ویشتمې مادو کې د اختلاف وړ موضوعاتو په اړه تر بحث او د نظریاتو وړاندې کولو وروسته  د یادو اختلافي موضوعاتو پر سر توافق وکړ او په پایله کې یې یاد قانون په شپږو څپرکیو او دیرشو مادو کې تصویب کړ.