اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
یک شنبه ٬د زمري ۲۹ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د وری ۳۱مه د ۱۳۹۵ کال

د ولسي جرګې د کمیسیونونو په غونډو کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه بحث وشو

د الحاج زمرک پادخوابي په مشرۍ د نړیوالو اړیکو کمیسیون په غونډه کې له اجنډا سره سم له ادبي او هنري آثارو څخه د ملاتړ او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د قانون پر طرحو هر اړخیزې خبرې اترې وشوې او د نور غور په موخه د کمیسیون یوه مسلکي غړي ته دنده وسپارل شوه، څو د پورتنیو طرحو په تړاو څېړنه وکړي او راپور یې د کمیسیون راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

د ناستې په بله برخه کې د بهرنیو سیاستونو د اصولو په اړه خبرې وشوې چې د لا غني کېدو په موخه راتلونکو غونډو ته وځنډېد.

د ناستې په پای کې کمیسیون ته په رالیږل شویو مکتوبونوه هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې لازمې پریکړې وشوې.

د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون ګډه ناسته چې د کمیسیون د منشي موسی خان نصرت په مشرۍ وشوه، له اجنډا سره سم د نړیوالو اړیکو، طبیعي زیرمو او مرکزي پلټنو د کمیسیون د استازو په ګډون د ملکي هوایي چلند د یوولسمې مادې او د دوولسمې مادې د پنځلسم بند د تعدیل په هکله خبرې اترې وشوې چې یاد تعدیل د اختلافي ټکي په توګه عمومي ناستې ته پاتې شو.

د ناستې په بله برخه کې د کمیسیون غړو په اسلام کې د ماشومانو د حقونو پر میثاق خبرې اترې وکړې چې له هر اړخیز غور وروسته د کمیسیون د غړو له خوا تایید شو.

د ناستې په پای کې کمیسیون ته په رالیږل شویو مکتوبونو او غوښتنلیکونو بحث وشو او اړوندو ادارو ته واستول شول.

د میرداد خان نجرابي په مشرۍ د کورنیو چارو او ملي امنیت کمیسیون په ناسته کې لومړی د هیواد په امنیتي حالاتو هر اړخیزې خبرې وشوې چې د کمیسیون غړو پر امنیتي ستونزو له بحث وروسته اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د کمیسیون نننۍ ناستې ته چې د ملي امنیت لوی ریاست د بیلابیلو برخو رییسان راغوښتل شوي وو، مګر د ځینو دلایلو له کبله ناستې ته حاضر نشول. د کمیسیون غړو د نننیو امنیتي ستونزو له کبله د دوی نه راتګ استثنا وباله او پریکړه یې وکړه چې یاد چارواکي دې د کمیسیون په راتلونکې غونډه کې ګډون وکړی.

د ناستې په بله برخه کې په افغانستان کې د ترهګرو وسله والو مخالفینو، داعش ډلې او نورو نړیوالو ترهګرو ډلو د فعالیتونو په تړاو خبرې وشوې چې په پایله کې د کمیسیون غړو پریکړه وکړه، څو د ترهګرویزو ستونزو د پای ته رسولو لپاره د ګاونډیو هیوادونو د پارلمان د امنیتي کمیټو استازي راوبلل شي او په اړه یې ګدې پریکړې وشي.

د ناستې په پای کې کمیسیون ته په را استول شویو غوښتنلیکونو او شکایتپاڼو بحث وشو او د حل په موخه یې لازمې سپارښتنې وشوې.

د طبیعي سرچینو او چاپیریال ساتنې کمیسیون غونډه چې د عبیدالله رامین په مشرۍ وشوه، د ناستې په پیل کې د افغانستان د نفت او ګازو د ملي شرکت پر بنسټلیک خبرې وشوې او د کمیسیون غړو یې په اړه نظریات ورکړل چې په پایله کې یاد بنسټلیک د نورو کړنو په موخه اختصاصي کمیسیون ته واستول شو.

په ناسته کې دغه راز له بیرغ، ملي نښان او ملي سرود څخه د ګټې اخیستنې د قانون پر طرحه خبرې اترې وشوې چې په پایله کې د حکومت وړاندیز شوی متن تایید شو او د نورو کړنو په موخه اختصاصي کمیسیون ته راجع شوه.

د ناستې په پای کې کمیسیون ته رالیږل شوي مکتوبونه تر څېړنې لاندې ونیول شول او د نورو کړنو په موخه اړوندو ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

د محمد علي علیزاده په مشرۍ د مرکزي پلټنې او څار کمیسیون په غونډه کې له اجنډا سره سم په اسلام کې د ماشومانو د حقونو پر میثاق خبرې وشوې چې له هر اړخیز غور وروسته د کمیسیون د غړو له خوا تایید شو.

د ناستې په بله برخه کې د معاملو د لارښوونې د قانون په طرحه کې د وړاندیز شویو تعدیلاتو په اړه خبرې وشوې چې له هر اړخیز غور وروسته د کمیسیون له لوري راغلي تعدیلونه تایید او د لاغني کولو په موخه یې د کمیسیون یو غړی د ریپورټر په توګه ور وپيژندل شو.

د ناستې په بله برخه کې له ملي بیرغ، ملي نښان او ملي سرود څخه د ګټې اخیستنې د قانون د طرحې په ۳۳مه ماده هر اړخیز بحث وشو چې په پایله کې د کمیسیون د غړو له خوا تایید او اړوند کمیسیون ته یې یو غړی د ریپورټر په توګه ور وپیژانده.

تمه وه، د کمیسیون په نننۍ ناسته کې د افغانستان برښنا شرکت مسوولین ګډون وکړي او د برښنا د بېل د زیاتوالي په اړه د کمیسیون غونډې ته معلومات ورکړي، خو د ترافیکي ګڼې ګوڼې له کبله په غونډه کې حاضر نه شول چې په پایله کې پریکړه وشوه، څو د افغانستان برښنا شرکت غړي د غوایي میاشتې په پنځمه نېټه د کمیسیون په غونډه کې ګډون وکړي.

د ناستې په پای کې کمیسیون ته په رالیږل شویو مکتوبونو بحث وشو او د نورو کړنو په موخه اړوندو ادارو ته واستول شول.

د مالي، بودجې، عمومي محاسبو او بانکونو چارو کمیسیون ناسته چې د امیرخان یار په مشرۍ وشوه، د ناستې په لړ کې هوایي، مخابراتي او د نفتي موادو شرکتونو ته د پورو ورکولو په تړاو د مالیې وزارت د عواید رییس او کارکوونکي، د بت خاک سړک د معلوماتو ورکولو په تړاو د ټولګټو وزیر او د خالد ځدران کمپنۍ چارواکي او د قراردادو د اسنادو په تړاو د سوداګرۍ وزیر په ناسته کې ګډون وکړ او په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

په نننۍ ناسته کې لاندې پریکړې وشوې:

۱ـ د بیروني فرنیچر کمیسیون او صمیمي فرنیچر شرکتونو په هکله پریکړه وشوه، څو د اړوندو شرکتونو رییس د لسو ورځو په ترڅ کې کمیسیون ته حاضر شي او د موضوع د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي. د دوی د مکتوب کاپي مالیې او سوداګرۍ وزارتونو او آیسا ادارو ته هم واستول شو، څو په تړاو یې لازمې کړنې تر سره کړي.

۲ـ د نفتی موادو د وارېدېدو په هکله چې د کورنیو او بهرنیو کمپنیو له لوري د ایساف په </