اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د لړم ۲۷ مه٬ ۱۳۹۶ ل
   abdozaher-qadiri.jpg    
 حاجي عبدالظاهر قدیر :نوم او تخلص
  : زده کړې

ننګرهار

: ټاکنیزه حوزه
  :دنده
 ۰۷۹۹۱۱۱۱۱۱ : ټلیفون شمېره

متاهل

: مدني حالت
  : کمیسیون
  : تألیفونه
  : E-mail
  : web site
  : بوختیا
 

حاجي عبدالظاهر قدیر د شهید حاجي عبدالقدیر خان زوى، چى شهيد پلار يې په خپل وخت كې د جمهور ريس لومړى مرستيال، د فوايد عامې وزير او د ننګرهار والي په توګه دنده ترسره كړې. عبدالظاهر قدير په(1353 هـ،  لمریز) كال کې  په يوه دينداره كورنۍ كې دې فاني نړۍ ته سترګې غړولې دي. عبدالظاهر قدير په خټه جبارخيل دى او په لويه كې له احمدزي قوم سره تړاو لري .

عبدالظاهر قديرلاوړوكى و، چې پلاريې د ثور كودتا د لومړيومهاجرينوپه سركې خپل خوږ هیواد پرېښودلو ته اړشو، د هجرت پر مهال د پیښورباړه ګيټ په نوي كلي كې هستوګن شو.

عبدالظاهرقدير لا وړوكى و، چې د مجاهدينو په خدمت بلدشو ميلمنو ته د چاى او ډوډۍ د وړلو  او راوړلو دنده ورپه غاړه شوه او د دې ترڅنګ د پیښور په قرطبه ښوونځى كې یې خپلو زده كړو ته دوام وركړ او له همدغه ښوونځي څخه يې د فراغت سند ترلاسه كړ .

شهيد حاجي عبدالقدير دى د ديني زده كړو لپاره سعودي عربستان ته ولیږه، چې هلته يې د قرانكريم دحفظ ترڅنګ نورې ديني زده كړې هم ترسره كړې .

كله چې د نجيب الله حكومت سقوط وكړ، دوى له خپلې كورنۍ سره جلال اباد ته راغلل. حاجي عبدالظاهر قدير د تير په څير بياهم د جهاد دلارويانو په خدمت كې و.

كله چې طالبي نظام رامنځ ته شو، نو دوى د دويم ځل لپاره بياهجرت ته اړ شول، د طالب نظام په خلاف يې وسله راپورته كړه او په مسلحانه قيام يې لاس پورې كړ .

د شينوارو په سيمه كې تر يوې درنې جګړې وروسته د مهماتو د نشت له وجهې د طالبانو په لاس كيوت. دى له خپلو ملګرو سره يوځاى لومړى جلال اباد بيا كابل او وروسته د كندهار بدنام زندان يعنې د استخباراتو په رياست كې بندي شو، له ده سره د اوبو او برېښنا اوسنى وزير اسمعيل خان هم بندي و.  دى د خپل بند په هكله ډېر بدې خاطرې لري. دى وایې كله به چې د جهاد او مقاومت پلويانو كومه سيمه لاندې كړه، په هغه ورځ به زما برخه خواره وه او دومره به يې په كوړو او كیبلونو ووهلم، چې ترڅو به يي وس و او ددې عامل به يې داښو ده، چې ستاپلار له هغوى سره دی. له ۲۸ مياشتو وروسته د دغه ويره اچوونكي زندان څخه مو د فرار هڅه وكړه او يو تن طالب، چې حكمت الله نومیده زمونږ په فرار كې یې له موږ سره مرسته وكړه. د تيښتې پر مهال مو موټر په يوځاى پرځاى شوي مين برابرشو، موټر په بشپړتوګه له منځه لاړ د اسمعيل خان پښه ماته شوه زه سرسري زخمي شوم، خو د بلوڅو د يو قوماندان په  مرسته د ايران ترپولې ورسیدو. ډيره موده مو

 

په ايران كې تيره كړه اوبيا جبل السراج ته راغلواو په خواجه بهاوالدين كې مو هم ډېری شپې سبا كړې او د جهاد او مقاومت ليكه مو تازه ساتلې وه .

كله چې د طالب نظام نسكوريدو ته نږدې شو، نو دى له خپلو ملګرو سره په فاتحانه توګه د شينوارو له لارې جلال اباد ته ورننوت.

لږ ه موده وروسته  د شرقي زون د سرحدي لوا مشرتوب ور وسپارل شو. د ۱۳۸۵ هـ ش كال د مرغومې د مياشتې تر ۲۵ نیټې پورې یې په دغه پوست ښه په میړانه دنده تر سره كړه. يو كال يي د پاكستاني له يرغلګرو مليشوسره په جګړه كې تيركړ. په ډېرو سختو حالاتو كې یې پاكستانۍ مليشې په شا وتمبولې او د هغوى راوړې (كشتي، خيمې) او پاكستاني بيرغونه يي د مټو په زور  سرحدي لوا ته راوړل. يوازې پاكستانی بيرغ يې د احتجاج او بیلګې په توګه په جلال اباد كې د پاكستان قونسل ته وسپاره .

ده د تورې بوړې په توده جګره كې هم د يو غښتلي قوماندان په توګه ونډه واخيستله او خپله ورسپارل شوې دنده يې په ښه برياليتوب سره سرته ورسوله او كله چې په ننګرهارکې  د كوكنارو او مخدره توكو پرضد مبارزه پيل شوه، دهمدغې قطعې د مشر په توګه وګمارل شو او دغني خيلو له بازار څخه يې په سونو منه مخدره توكې راټول او مسوولو چارواكو ته يې وسپارل. د سرحدي لوا د قوماندان په توګه يې د مخدره توكو د مبارزې په لړكې په يوه ورځ  ۵۳ د پوډرو كارخانې یې د شينوارو په سيمه كې له منځه يوړې او ډيرو ته يې اور ورته كړ .

ده په خپله دنده كې د تورخم ښارګوټى دومره ښكلى جوړ كړ، چې هر راتلوونكی كس یې يو ځل وګوري، نو د افغانستان د بيارغونې مينه يې په زړه كې تازه كیږي .

ده دندې پر مهال د تورخم او نواپاس دروازې ړنګې كړې، چې تراوسه پورې ړنګې پرتې دي .

ده د خپلې قوماندانۍ پر مهال په نورستان او كونړ كې د طالبانو پوستې او حركتونه په بشپړ ډول وځپل، چې تر ډيره وخت يې بيا د حملې جرئت ونكړ. له ولسونو سره يې نږدې اړيكې لرلې او هر ځل به يې ويل، چې په دې عسكرو هیواد ساتل ګران كار دى، كه ولس همكاري ونكړي، نو په يوازې ځان هيڅ نشو كولاى، هماغه وه، چې د ولس په ملاتړ يې د دښمنانو ټولې هڅې شنډولې.

كله چې P.R.Rپي ار ار مسله رامنځ ته شو، عبدالظاهر قدير دې پروسې ته چمتووالى وښود، ازموينه يي وركړه او په ازموينه كې په عالى درجه بريالى شو او د تورن جنرالۍ رتبې ته ورسيد .

كله چې له شرقي زون نه شمال شرقي زون ته دقوماندان په توګه ونومول شو، په پراخه ټنډه يې د حكومت دغه فرمان ومانه او تخار ته ولاړ. هلته هم په قرار کینیناست او له ولسونو سره يې نږدې اړيكې ټينګې كړې او هلته يې د ولسونو په مرسته په بدخشان او تخار كې د هيروينو فابریكې ويجاړې كړې، د پردې ترشا، چې كومو لاسونو كار كاوه د ده د زغملو تاب يې نه لرلو له دغو هڅو څخه په ويره كې شول، هماغه وه، چې د يوې پراخې او جوړې شوې توطې ورته مخه ډب كړه او دندې پرېښودلو ته مجبورشو  .

كله چې ننګرهار ته راغی، نو يوه شيبه هم په ارام كېنناست له ولسونو سره يې ملاقاتونه پيل كړل، مشورې يې ورسره شريكې كړې او دافغانستان د سولې كاروان په نوم يې يو ټولنيز سازمان جوړ كړ، چې شمیر يې سلګونو زرو ته رسيږي .

د افغانستان د سولې كاروان په پرانستونكې غونډه كې تقريباً  سل زروكسانو ونډه اخيستې وه .

د ولسونو د پوره اعتماد په وجه په ننګرهاركې د جمهوري رياست په ټاكنوكې د حامد كرزي د كمپاين مشر وټاكل شو، چې د همدغه ځوان له بركته نن كرزى د جمهوري رياست په ماڼۍ كې ميشت دى. له دې وروسته ولسونو د شپاړسمې تقنيني دورې لپاره د خپل استازي په توګه وټاكه. د ولسي جرګې د غړي په توګه يې لوړه وكړه، خو په ولسي جرګه كې هم قرار كې نه ناست د افغانستان دسولې كاروان په نوم د پارلماني ډلې په جوړلو برلاسى شو او ددې ترڅنګه يې له قانون څخه د ملاټر ائتلاف په نوم پراخ ملاتړ ترلاسه كړ، دغه ملاتړ په برکت د وروڼوقومونو ترمنځ يو ملي يووالى رامنځ ته شو، نن د افغانستان د بیلابیلو قومونو استازي په يوه ټغرناست دي او افغانستان ورته ديو كور په شان ښكاري .

عبدالظاهر قدير د دغه ائتلاف د مشر په توګه وټاكل شو .

د همدې هوډ له مخې یې د ولسي جرګې د لومړي نایب څوکۍ ته ځان کاندید او د ټاکنو په پایله کې د ۱۴۰ رايو په ترلاسه كولوسره  اوس د ولسي جرګې د لومړي نائب په توګه  د خلکو په خدمت کې دی.

حاجي عبدالظاهر قدير په داسې شهيد پروره كورنۍ كې زيږدلى دى، چې د ملت شهيد عبدالحق وراره او د شهيد عبدالقدير زوى دى .

د مرګ ويره يې په سترګو كې نشته له هر ظالم سره سترګه په سترګه كیږي، د دې ترڅنګه زړه سوانده او علم پروره سړى دى. په ننګرهار كې د رڼا په نوم یې يو انسيتيوت جوړكړى، چې په زرګونو نجونې او هلكان پكې په وړيا توګه زده كړې كوي. ددې ترڅنګه د حاجي عبدالقدير په نوم یې د سترګو وړيا روغتون هم جوړ كړى دى او همدارنګه په لسګونو نورو خيريه كارونو بوخت دى. د دښمنانو د بیلابیلواو ډيرو توطيو او دسيسو څخه روغ رمټ او ژوندې راوتلی دى. زه يې د هیواد د يوه منلي خدمتګار په توګه يادوم او د لوى خداى ج له درباره ورته د لازياتو برياليتوبونو لاسونه لپه كوم .
: شخصي ژوند
  : کاري تجربه