اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
چهارشنبه ٬د وږي ۱۷ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د ښاعلي الحاج میرالرحمن رحماني ژوندلیک

دافغانستان اسلامي جمهوري ملي شورای د ولسي جرګې رییس

الحاج میرالرحمن رحماني د حاجي قلندرخان زوی، په   ۱۳۴۱لمریز کال د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ کې زیږیدلی. په بګرام ولسوالۍ کې د لیسې دورې له بشپړیدو وروسته نظامي پوهنتون ته شامل شو او په موفقانه توګه فارغ شو.ښاغلی رحماني متاهل دی یو زوی او درې انجوني لري اوسنۍ استوګنه کابل ښار کې ژوند کوي.

نوموړی د طالبانو د رژیم د نسکوریدو وروسته د پروان ولایت  بګرام ولسوالۍ د خلکو د اتحادیې درییس په ټوګه وټاکل شو، وروسته د افغانستان د مسلح قواو په لیکه کې د جنرالۍ تررتبې د خدمت مضدر وګرځید، چې په ۲۰۰۸ کال کې د پروان ولایت د سوداګریزو خونو د رییس په ټوګه وټاکل شو او په همدې وخت کې سوداګریزو او اقتصادي کارونو کې بوخت و.

ښاغلي رحماني په ۲۰۱۰کال کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې ځان نوماند کړ چې په پایله کې د زیاتو رایو په ترلاسه کولوسره  د پروان ولایت د خلکو د استازي په توګه وټاکل شو. ښاغلي رحماني د خپل وکالت په دوره کې د ملي اقتصاد کمیسیون د ریاست دنده په غاړه درلوده او اته کاله د دغې کمیسیون ریاست یې په غاړه درلود، ښاغلي رحماني ( د افغانستان د بن دویم کنفرانس) کې د افغانستان په استازيتوب د جرمني هیواد دبن په ښار کې ګډون کړی.

ښاغلي رحماني د ۲۰۱۸کال په پای کې د ولسي جرګې د اوولسمې دورې په ټاکنو کې یوځل بیا ځان نوماند کړ چې د زیاتو رایو په ترلاسه کولوسره د دویم ځل لپاره د پروان ولایت څخه د ولسي جرګې غړیتوب ترلاسه کړ چې وروسته یي د اوولسمې تقنیني دوري د ولسي جرګې د ریاست پست ته ځان نوماند کړ چې په پایله کې د ۱۳۶موافق رایو په ترلاسه کولود افغانستان د ملي شورای ولسي جرګې د اوولسمې تقنیني دورې رییس په توګه وټاکل شو.

دټیلیفون شمېره: 0796 780 780  0790 575757 /

بریښنا لیک : rahmani@parliament.af