اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
دو شنبه ٬د تلې ۲۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د ولسي جرگې د دارالانشاء د لوى رييس لنډه پېژندنه

nasrat.jpg 

خداى نظر نصرت پر ۱۹۷۵ كال نړۍ ته سترگې وغړولې. پر ۱۹۹۴ كال د پېښور ښار د سيدجمال الدين په عالي لېسه كې شامل شو.

نصرت په ۲۰۰۳ زېږديز كال د ليبيا هېواد د طرابلس اسلامي پوهنتون څخه د تمدن او نړيوالو څېړنو په برخه كې د ليسانس په کچه فارغ شو  او همدا شان پر ۲۰۱۲ زېږديز كال يې په هند كې د نړيوالو حقوقو په برخه كې د ماسټرۍ سند هم ترلاسه كړ. دغه راز نوموړي په گڼو فيلوشيپونو او ټرېنېنگونو كې هم برخه اخيستې، چې له هغې جملې د اساسي حقوقو او جنايي حقوقو نومونه يادولى شو، چې په فرانسه، جرمني، مسكو، هندوستان، تركيه او متحدوايالتونو كې ترسره شوي دي.  

 نصرت د ۲۰۰۴ زېږديز كال له اپرېل څخه د ۲۰۰۶ زېږديز كال تر اكتوبر مياشتې پورې د ولسي جرگې د پارلماني او تقنيني چارو رياست د ژباړونكو امريت د امر په توگه دنده ترسره كړې او د ۲۰۰۶ كال د اكتوبر له مياشتې تر ۲۰۰۷ زېږدي كال پورې يې د ښځو چارو په وزارت كې د اسيا د پراختيايي بانك د ظرفيت لوړولو د پروژې د تخنيكي او حقوقي سلاكار په توگه دنده ترسره كړې ده.

 نصرت پر ۲۰۰۷ زېږدي كال د اداري اصلاحاتو او ملكي خدمتونو د كمېسيون له خوا د ازادو سياليو له لارې د ازموينې په ترڅ كې  د ولسي جرگې د پارلماني او تقنيني چارو د رييس په توگه وټاكل شو. پر ۲۰۱۱ زېږدي كال د ولسي جرگې د دارالانشاء د لوی ریاست د پاليسي او مسلكي چارو د مرستيال او بلاخره په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د ولسي جرگې د دارالانشاء د لوى رييس په توگه وټاكل شو.

 په افغانستان كې د تقنيني چارو د بنسټيز كولو په لار كې نصرت د دارالانشاء د لوى رييس په توگه د  قدر وړ خدمتونه ترسره كړي دي، چې له هغې جملې د دارالانشاء د كاركوونكو د وړتيا لوړول، د ودانيو رغول او ډيزاين، د قوانينو او تقنيني فرمانونو تدقيق، حقوقي مشورې، د بين الپارلماني ډيموكراسۍ پراختيا، او له نړيوالو پارلمانونو او موسسو سره د نېكو اړيكو د ټينگښت يادولى شو.  نصرت د(برسل- بلژيك)دستراتيژيكو مطالعاتولپاره دختيځ او لويديځ دنړيوال انستيتوت غړيتوب هم لري.  

 نصرت پر خپله مورنۍ ژبه (پښتو) سربېره پر دري، عربي، انگليسي او اردو ژبو روانې خبرې كولى شي. له زده كړې او مطالعې سره ځانگړې مينه لري. نوموړى متاهل دى، د عبدالله په نامه يو زوى او د ريحانې په نامه يوه لور لري.