اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
پنج شنبه ٬د غبرګولي ۴ مه٬ ۱۳۹۶ ل

د ولسي جرګې د رییس

 الحاج عبدالروف ابراهیمي لنډ ژوند لیک

0000.jpg

عبدالروف ابراهیمي د ۱۳۴۱ لمریزکال د وري میاشت په شلمه د کندوز ولایت د حضرت امام صاحب په ولسوالۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستلې. منځنۍ زده کړې یې د حضرت امام صاحب  ولسوالۍ د باسوس په ښوونځي کې او ثانوي زده کړې یې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د کندوز ولایت د تخارستان په دیني مدرسه کې پای ته ورسولې. له هغې وروسته د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته شامل شو، خو تر څه مودې وروسته پر افغانستان د شوروي د تیري له امله د جهاد په لیکو کې ورداخل او د افغانستان د آزادۍ په موخه په بیلا بیلو جبهو کې وجنګید، د جهاد او انقلاب  له بري وروسته پر ۱۳۷۲ لمریز کال د شیرخان بندر د سرحدي قوماندان په توګه وګومارل شو او ورپسې د شمال د درېیمې سرحدي فرقې د قوماندان دنده وروسپارل شوه. د طالبانو تر ماتې وروسته په ۱۳۸۱ کال کې د سرحدي لوا د قوماندان په توګه وټاکل شو او په همدې کال کې په بیړنۍ لویه جرګه کې د کندوز د خلکو استازی و.

عبدالروف ابراهیمي پر ۱۳۸۴ لمریز کال د افغانستان د ملي شورا د پنځلسمې دورې د استازي په توګه وټاکل شو او د پنځو کالو لپاره  په ولسي جرګه کې د کورني امنیت د کمیسیون غړی و.

په ۱۳۸۹ لمریز کال کې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یوځل بیا د کندوز د خلکو استازی وټاکل شو او د ۱۳۸۹ لمریزکال د کب میاشتې په اتمه د ولسي جرګې د غړیو له لوري د یوې پنځه کلنې تقنیني دورې لپاره د دغې جرګې  رییس شو.

عبدالروف ابراهیمي د کابل پوهنتون د عربي ژبې په دیپارتمنت کې د لیسانس په ترلاسه کولو بوخت دی، نوموړی له مطالعې سره مینه لري.

نوموړي واده کړی درې زامن او پنځه لوڼې لري. د نوموړي مشر زوی عبدالقادر ابراهیمي د بلخ پوهنتون محصل دی.