اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
چهارشنبه ٬د وږي ۱۷ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د زمري ۱۱ مه ۱۴۰۰

د ولسي جرګې رییس الحاج میر رحمن رحماني په کابل کې د دوست هېواد سعودي عربستان د سفیر سره  په خپل کاري دفتر کې د مخه ښې لیدنه وکړه.

11-Asad-R-1.JPG

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان سولې بهیر، اوسني وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ټینګولو پر پراختیا او دې هېواد سره په بیلابیلو برخو کې د مرستو په اړه خبرې اترې وکړې.

د ولسي جرګې رییس د سعودي عربستان شاهي دولت له لورې د افغانستان له خلکو سره په تېرو دوو لسیزو کې له مرستو مننه وکړه.

11-Asad-R-2.JPG

نوموړي د دوست هېواد سعودي عربستان ښاغلي سفیر ماموریت د افغانستان او عربستان ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو کې خورا مهم یاد کړ او دافغانستان د ولسي جرګې په استازوالۍ يې خپل نیک مراتب د یاد هیواد سفیر ته وړاندې کړل.