اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
چهارشنبه ٬د وږي ۱۷ مه٬ ۱۴۰۰ ل

د زمري ۱۱ مه ۱۴۰۰

د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د ملي شورا فوق العاده غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د ولسي جرګې رییس الحاج میر رحمن رحماني، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح، دوهم مرستیال سرور دانش، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر ډاګتر عبدالله عبدالله، د ملي شورا د دواړو خونو غړو ، د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب ، د سترې محمکې غړو، د کابینې غړو، د ټاکنیزو کمیسیونونو مسؤلانو او جهادي څېرو پکې برخه اخیستې وه.

11-Asad-Umomi-1.JPG

د ولسي جرګې رییس د وینا په وړاندې کولو سره یادې فوق العاده غونډې ته د ولسمشر او نورو ګډونوالو ته هرکلی ووایه او د اساسي قانون د 107 مادې پر اساس یې د دې غونډې له جوړیدو ستاینه وکړه.

ښاغلي رحماني د خپلو خبرو پر مهال له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او جمهوري نظام څخه ملاتړ څرګند کړ ویې ویل چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته د تروریزم سره مبارزه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر غاړه شوې ده

11-Asad-Umomi-3.JPG.

د ولسي جرګې رییس له افغان ځواکونو څخه د دفاع په موخه د خلکو پاڅونونه موثر وبلل او د امنیتي ځواکونو تر څنګ یې د یو شمېر وکیلانو له وسله وال مقاومت څخه ستاینه وکړه.

ښاغلي رحماني د خپلو خبرو پر دوام وویل چې افغانان له څلورو لسیزو جګړې قرباني ورکوي او تر بل هر ملت ډیر د سولې مستحق دي.

هغه د روانې جګړې دوام د افغانانو په زیان وباله او زیاته یې کړه چې د دې خونړۍ جګړې بیه عام او بېوسه افغانان پرې کوي.

همدا راز ګډې غونډې ته ولسمشر محمد اشرف غني هم وینا وکړه و یې ویل چې د دې غونډې څخه موخه د نظام د بقا په پار یوالی دی

11-Asad-Umomi-2.JPG.

ولسمشر وویل چې دا مهال د ملي یووالي وخت را رسیدلی او په خبره یې یووالی د نظام د بقا لپاره خورا اړین دی.

ولسمشر وویل چې دا مهال افغانستان د بهرني یرغل لاندې راغلی او په خبره یې د دې یرغل پر وړاندې دریدل خورا اړینه چاره ده څو وسله وال سولې ته چمتو شي.

ښاغلي غني وویل چې روانه جګړه په افغانانو ور تپل شوې او په خبره یې طالبان د سولې پر ځای جګړې ته لومړیتوب ورکوي.

د هغه په خبره ستونزه له هغه ځایه پیل شوې چې د سولې ملي بهیر ځای یو بیړني او بهرني بهیر ونیوو.

11-Asad-Umomi-5.JPG

د ولسمشر غني په خبره دا بهیر په خامو فرضیو ولاړ و او په ویناه یې د دې بهیر اساس د جمهوریت پر کمزورتیا ولاړ و نو ځکه په خبره نه یوازې چې دا د سولې لامل نشو بلکې لا ډیرې ستونزې یې و زیږولې.

په ورته وخت کې د هېواد ولسمشر د طالبانو پر کړنو توندې نیوکې وکړې ویې ویل چې یاده ډله د پخوا په پرتله لا توندلارې شوې ده.

ولسمشر وویل چې طالبان د سولې لپاره اراده نلري او تر واک لاندې سیمو کې یې خلک وژلي او عامه تاسیسات یې ړنګ کړي دي.

11-Asad-Umomi-4.JPG

د هېواد ولسمشر وویل چې طالبانو د سولې په برخه کې حکومت دریځ ته د کمزورتیا په مانا وکتل او لا یې خپلو بریدونو ته زور ورکړ.

په دې ګډه فوق العاده غونډه کې خلکو او سیاستوالو ته د ولسمشر پیغام واضح و.

هغه د طالبانو پر وړاندې د ټول اولس په پاڅون او هغوی ته د قاطع ځواب په ورکړه ټینګار وکړ.

هغه طالبانو ته هم په خپل پیغام کې وویل چې یاده ډله به یا د حکومت سره د سولې خبرې پر مخ وړي یا به ماته مني.

د ولسمشر د خبرو وروسته په یاده غونډه کې د ملي شورا ګډه اعلامیه وړاندې شوه.

په دې اعلامیه کې د جمهوري نظام، اساسي قانون، امنیتي ځواکونو، ځایي پاڅونوالو، دبیان آزادۍ، د ښځو حقونو او د دوه لسیزو نورو لاسته راوړنو څخه ملاتړ څرګند او له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل شول چې د افغانستان له دولت څخه مالي او سیاسي ملاتړ ته د تېر په څېر دوام ورکړي.

11-Asad-Umomi-6.JPG

په دې اعلامیه کې د سولې د معنا لرونکو خبرو څخه ملاتړ او له طالبانو څخه غوښتل شوي ول چې د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي.

د ملي شورا د دواړو خونو یاده ګډه اعلامیه د حاضرو غړو لخوا د رایو په اکثریت سره تایید هم شوه.