د زمري ۹مه ۱۴۰۰
د ملي شورای ولسي جرګې لومړي نایب او په ولسي جرګې کې د
کابل دخلکو استازی احمد جاوید جیحون نن له غرمې وروسته د ملي شخصیت او د پاکستان په چارو کې د جمهور رئیس خاص
استازي سره وکتل.
په دغه لیدنه
کتنه کې په هیواد کې د جاري تحولاتو او د سیاسي رهبرانو، شخصیتونو د کورني اجماع د
رامنځته کولو، د سولې په راوستلو کې د خلکو د استازو ونډه او له امنیتي ځواکونو
څخه ملاتړ په اړه بحث او خبرې وکړې.
دواړو لورو د
سیاسیونو، شخصیتونو، سیاسي رهبرانو او جهادي رهبرانو ترمیځ پدې حساسو شرایطو کې پر
اتحاد او اتفاق ټینګار وکړ، څرګنډه یې کړه چې په هیواد کې د سرتاسري سولې د ټینګښت
یواځي د کورني اجماع او د سیاسي مشرانو د اتفاق له لارې د امکار وړ ده.