د زمري ۹ مه ۱۴۰۰
د ولسي جرګې رییس الحاج میر رحمن رحماني په خپل کور کې د ملي
روغې جوړې عالي شورا له رییس ډاکټرعبدالله عبدالله او د ملي امنیت شورا له مشارو
حمدالله محب سره وکتل.

په دې لېدنه کې د ملي
روغې جوړې عالي شورا د رییس او ملي امنیت سلاکار سربیره د پخواني ولسمشر لومړي
مرستیال یونس قانوني، یو شمېر سیاسي څېرو د شمالي قومي مخورو او د ولسي جرګې ځینو
استازو ګډون درلود.

په ناسته کې په هېواد
کې په راون امنیتي او سیاسي وضعیت او د سولې په راونې پروسې خبرې اترې وشوې.
په پای کې پرېکړه
وشوه چې ورته ناستې باید په دوامداره توګه ترسره شي.