|
د چنګاښ ۲۱ مه ۱۴۰۰
د ولسي جرګې دفاعي چارو او ځمکنۍ پشپړتیا کمېسیون له لوري د هوايي ځواکونو د ملاتړ په اړه اعلامیه خپره او پکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه پر مالي ملاتړ، د هغوی سمې روزنې او مجهزولو غوښتنه شوې ده.
د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي غونډه کې چې د دې جرګې د رییس الحاج میر رحمن رحماني په مشرۍ جوړه شوه په ګڼو مهمو موضوعاتو خبرې او په اړه یې پریکړې وشوې.
له اجنډا سره سم د جرګې درې تنو نویو غړو د لوړې مراسم ترسره شول او یادو وکیلانو ژمنه وکړه چې د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو په رڼا کې به خپلې چارې پر مخ وړي.
د غونډې پر دوام د ولسي جرګې د دفاعي چارو او ځمکنۍ پشپړتیا کمېسیون له لوري د هوايي ځواکونو د ملاتړ په اړه اعلامیه خپره شوه او پکې د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه پر مالي ملاتړ، د هغوی سمې روزنې او مجهزولو غوښتنه شوې ده.
په دې اعلامیه کې راغلي ول چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته دې نړیواله ټولنه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د مالي ملاتړ، د هغوی روزنې او تجهیزولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.
د یاد کمیسیون په اعلامیه کې همدا راز له حکومته غوښتل شوي ول چې د بهرنیو ځواکونو څخه راپاتې تجهیزات، وسایط او نور امکانات چې دا مهال ترمیم ته اړتیا لري و رغوي او له هغو څخه دې ګټه پورته کړي.
د غونډې پر دوام په ولسي جرګه کې د کونړ د خلکو استازي د ضیاالرحمن کشمیر خان پر وړاندې د ولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د یاد ولایت د یو بل نوماند صالح محمد صالح پر عرض پاڼه د عدلي او قضایي چارو کمېسیون د څېړنو راپور وړاندې شو.
د ولسي جرګې غړو د یاد راپور او د صالح محمد صالح د ادعا په غبرګون کې وویل چې د ټاکنو قانون له مخې هیڅ نوماند حق نلري چې د ټاکنو کمیسیون د پریکړې وروسته کومه ادعا وکړي.
هغوی وویل چې مدعي باید په خپل وخت یاده موضوع د شکایتونو کمیسیون سره شریکه کړې وای؛ نه دا چې د درېو کلونو وروسته یې یاده موضوع ولسي جرګې سره شریکه کړې ده.
د غونډې اکثریت غړو د رایو پر بنسټ پریکړه وشوه چې د کمیسیون راپور به اړوندو ادارو ته واستول شي څو یې په اړه وروستي اجرات وکړي.
د دوشنبې ورځې عمومي غونډه کې همدا راز د رایو په اکثریت سره له رخصتۍ پرته د هېواد په کالیزه کې د کب لسمه د حقوق پوهانو د ورځې په نامه و نومول شوه.
د غونډې پر دوام همدا راز د ولسي جرګې غړي امیر شاه نایب زاده پر وړاندې د ولسمشر لومړي مرستیال په وروستیو لګیدولو تورونو بحث وشو.
د ولسي جرګې غړو وویل چې د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې د ولسمشر لومړی مرستیال دا حق نلري چې د ولسي جرګې غړی په داسې شکل تهدید کړي.
د هغوی په خبره که حکومت او عدلي ارګانونه د ښاغلي نایب زاده پر وړاندې کره اسناد په واک کې ولري د جرګې سره دې شریک کړي څو دوی یې قضیه تعقیب کړي او که په دې برخه کې اسناد شتون ونلري نو د ولسمشر د لومړي مرستیال لخوا د ولسي جرګې غړي ته سپکې خبرې کول او په مرګ باندې د هغه ګواښل د اساسي قانون او ټولو اصولو خلاف کړنه ده چې باید تر عدلي تعقیب لاندې راشي.
د غونډې په امتیازي وخت کې هم د جرګې غړو پر ګڼو مهمو موضوعات خبرې وکړې.
د ولسي جرګې غړو د ولسوالیو سقوط ته په اشارې سره وویل چې طالبان پخوا ډیر کمزوري ول خو په خبره یې د حکومت د ناسم مدیریت له امله یاده ډله و توانیدله چې ډیرې ولسوالۍ سقوط او ډیره اندازه وسلې او تجهیزات ترلاسه کړي.
د بادغیس، نیمروز او نورو ولایتونو استازو وویل چې په یادو ولایتونو کې د طالبانو بریدونه ډیر شوي او د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی.
د مشرقي زون استازو وویل چې وسله وال طالبان د یاد زون د ولایتونو د امنیتي حالت د ناوړه کولو په لټه کې دي او د هغوی په خبره یاده ډله هڅه کوي چې مالي ګمرکونه خپل ولکه ټینګه کړي.
د یاد شمېر وکیلانو په خبره که مشرقي زون امنیت ته پام و نشي نو دا به د کابل امنیت باندې مخامخ اغیز وکړي.
د ملت استازو وویل چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو سره سم په افغانستان کې روانه جګړه ناسم کار دی او پکار ده چې شته ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
د وکیلانو په خبره روانه جګړه د قدرت د ترلاسه کولو په موخه روانه ده او د هغوی په خبره دواړه لوري د اولس ګټو ته ژمن نه دي.
د ولسي جرګې غړو وویل چې طالبان دې د روانې میاشتې په درشل کې چې مذهبي اهمیت لري له جګړې ډډه وکړي.
هغوی وړاندیز وکړ چې دواړه لوري دې د لوی اختر په مناسبت اوربند وکړي.
د اولس استازو د جګړې پر کرښه د یو شمېر وکیلانو ګډون او له امنیتي ځواکونو څخه د هغوی ملاتړ و ستایه او زیاته یې کړه چې یو شمېر وکیلان دا مهال د وسله والو طالبانو پر وړاندې عملا په جګړه بوخت دي چې لاسته راوړنې هم لري.
د ولسي جرګې غړو وویل چې دا مهال باید عام هېوادوال هم د افغان دولتي ځواکونو سره اوږه په اوږه د طالبانو پر وړاندې و دریږي او خپل مسؤولیت ادا کړي.
د دې شمېر وکیلانو په خبره وسله والو طالبانو لا هم خپل پخواني افکار او ایډیالوژي نه ده بایللې او لا هم د ډیموکراټیکو ارزښتونو منلو ته نه دي چمتو شوي.
د ولسي جرګې غړو وړاندیز وکړ چې د وضعیت د کابو کولو په موخه دې د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د اداري پلاوي غړي له ولسمشر سره لیدنه وکړي او د روانو ستونزو په تړاو دې د هغه سره په ګډه د حل لار و مومي.
د امتیازي وخت په پای کې د ولسي جرګې رییس میر رحمن رحماني هم د هېواد روان امنیتي وضعیت په اړه اندیښنه حرګنده کړه و یې ویل چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروسته په افغانستان کې روانه جګړه هیڅ راز دیني توجیه نلري او باید و درول شي.
هغه اړوند کمیسیون ته لارښوونه وکړه چې د اړوندو ادارو سره په همغږۍ دې د کورنیو بیځایه شوو ته رسیدنه وکړي او دهغوی ستونزې دې ورحل کړي.
د ولسي جرګې رییس هم د جګړې کرښې ته د ځینو وکیلانو د ورتګ او د هغوی لخوا د طالبانو پر وړاندې لاسته راوړنې وستایلې او له عامو هېوادوالو څخه یې وغوښتل چې د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه ملاتړ وکړي.
هغه وویل چې دا جرګه به د قانون سره سم په دوبنیو رخصتیو ولاړه شي خو د جرګې د غړو څخه یې وغوښتل چې په یاده موده کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ و دریږي او له هغوی په کلکه ملاتړ وکړي.
ښاغلي رحماني همدا راز د تاجکستان له دولت څخه مننه وکړه چې د ځواکونو د شا تګ پر مهال یې د افغانانو سره نیک چلند کړی او هغوی سره یې همکاري کړې ده.
|