اصلي پاڼه | دری | English |
عمومی معلوماتExpand عمومی معلومات
د ولسي جرګې تشکیلاتExpand د ولسي جرګې تشکیلات
خبرونه او رپوټونهExpand خبرونه او رپوټونه
داخلي کړنلارېExpand داخلي کړنلارې
خپرونې او ګټور لینکونهExpand خپرونې او ګټور لینکونه
سوانحExpand سوانح
شنبه ٬د وري ۵ مه٬ ۱۳۹۶ ل

 

په افغانستان کې د جرګو، لویو جرګو او شوراګانو رول !

  

زموږ په خاوره کې د جرګې دود ډیر پخوانی دی. پلرونو مو له دې غوره دود څخه د تاریخ په اوږدو کې ګټه پورته کړې، هغه مهال،

 چې په لرغونې اریانا کې ټولنیز ژوند پراختیا وموندله او د عامه ګټو د ترلاسه کیدو په موخه سیاسي نظام( دولت) رامنځته شو،

 ملي ځواک ته تر پخوا ډیره اړتیا محسوسه شوه، دا کار ددې لامل شو، چې

د ټولنیز جوړښت لپاره زمینه برابره او په همدې موخه، سیمه ییزو جرګو نه یوازې د ټولنیز جوړښت، بلکې په ملي مهمو مسایلو

 کې ارزښتناک رول ولوباوه. دا جرګې د افغانستان په لرغونې ټولنه کې د سیاسي ژوند د پراختیا مهم عنصر وبلل شو، چې

له هغه مهاله بیا تر دې مهال زموږ په سیاسي ژوند او ملي ټولنه کې ارزښتمن

 مقام لري. جرګې د اړتیا پرمهال د یوې موسسې په بڼه د ټولنې او ټولنیز ژوند او سیاسي چارو په برخه کې مهم رول لري.

 د تاریخ په اوږدو کې جرګې د اشخاصو له نفوذ څخه خلاصې وې، په دې معنی، چې په هیڅ جرګه کې د یوه کس نفوذ نه

 و محسوس. د یادونې وړ ده، چې جرګې نه یوازې د ټولنیزو مسالو د اواري لپاره کارول

 کیږي، بلکې له جرګو څخه د ټولنې د قضايي مسایلو په اواري کې هم ګټه پورته کیږي.

 

ملي او قبیلوي جرګو د تاریخ په اوږدو په تیره بیا په نولسمه پیړۍ او تر هغې وروسته د افغانستان د خپلواکۍ او د بهرنیانو

پر وړاندې د مبارزې په لاره کې اغیزمن رول درلودلی دی. کولای شو، د انګلیسي نیواک پر وړاندې د ۱۸۴۱ملي جرګه،

دګرګین او د ایران د استبداد پر وړاندې د میرویس خان هوتکي جرګې،چې  په ۱۷۰۹کال کې

 په افغانستان کې د لومړي قبیلوي ملي حکومت پر جوړیدو تمامې شوې، د ۱۷۴۷کال د اکتوبر میاشتې جرګه، چې

 د نادر افشار د پوځي کلا د شیرسرخ په ودانۍ کې جوړه او شپږ ورځې یې دوام وموند او احمدخان ابدالي یې

د پاچا په توګه وټاکه، یادولی شو. له دې څخه جوتیږي، چې جرګې نه یوازې په ټولنیزه برخه کې، بلکې

 د مذهب له پلوه هم خلکو ته د اهمیت وړ دي او خلک ورته درناوی لري.

د اسلام مبین دین، چې زیاتره افغانان یې پیروان دي، د جرګې او شورا په اړه واضح او څرګند احکام لري، چې په قرانکریم

 او نبوي احادیثو کې په تکرار سره راغلي دي. په قران کریم د شورا په سورت کې (۵۳) ایتونه د شورا او جرګې د ارزښت

په اړه شته، چې د انساني ټولنې د جوړیدو تلقین کوي.

 

 

هغه څه، چې زموږ د هیواد په تاریخ کې یې د جرګو او شوراګانو اهمیت زیات کړی، هغه د همدې جرګو او شوراګانو

د پریکړو او تصویبونه  پلي کیدل دي. موږ په خپل هیواد کې د لویو جرګو د جوړیدو شاهدان یوو، چې د هغو تصمیمو او

 تصویبونو زموږ دخلکو پر ټولنیز ژوند ارزښتمن اغیز ښندلی او زیات بدلونونو پکې راوستلي دي،

 چې نه یوازې زموږ د خپلواکۍ  او  ځمکنۍ بشپړتیا لامل ګرځيدلي، بلکې د ټولنې په تنظیمیدو کې، چې د اساسي

قانون په تصویبیدو سره تضمین شوې، ارزښتناک رول لوبولی دی. د همدې غوره دود برکت و، چې په هیواد کې

دموکراسي ټینګه او ملي شورا او د عیانو مجلس رامنځته شول. پخوا ملي شورا د ولسي جرګې

 او د اعیانو مجلس په مشرانو جرګه واړول شول، چې اوسمهال دواړه د ملي شورا په نامه یادیږي.

د یادونې وړ ده، چې ملي شورا د او اعیانو مجلس زموږ په هیواد کې پر ۱۳۱۰لمریز کال د لومړي ځل لپاره جوړ

 شول او پرته له کومه ځنډه یې تر ۱۳۵۱لمریز کال پورې دوام وموند، چې وروسته بیا د کودتاوو تر رامنځته کیدو سره یې

 بهیر په ټپه ودرید.

ټول په دې پوهیږو، چې د هیواد د خپلواکۍ په بیرته ترلاسه کولو او د اعلیحضرت امان الله خان له لوري د اصلاحاتو په

 راوستو سره، په افغانستان کې ارزښتمن قوانین او  د پرمختګ لپاره مهم تدابیر رامنځته او پلي شول، خو ډیر ژر

د پردیو له لوري ګډوډ شول، اماني دولت راوپرځول شو او د حبیب الله کلکاني له ګډوډیو ډکه دوره پیل شوه.

 د اماني دورې ټول قوانین لغوه او پر هیواد تور تیاره خوره شوه، چې وروسته له ډیرو قربانۍ او مبارزو وروسته دغه

دوره پای ته ورسیده. له دې دورې وروسته، پر ۱۳۰۸لمریز کال د اعلیحضرت محمد نادر شاه واکمني رامنځته او

د نوموړي د مملکتي چارو د سمون په موخه لس ماديي تګلاره اعلان شوه، چې لسمه ماده یې د ملي شورا

د استازو د ټاکنو په اړه وه، چې یاده لایحه د ۱۳۰۹ لمریز کال په لویه جرګه کې په لاندې ډول تصویب شوه.

 (( د ملي شورا د ټاکنو د لایحې ۲۹مه ماده موږ ته ولوستل شوه، کوم توضیحات، چې د غونډې له لوري د هغې په

 اړه وړاندې شول، د هغې د صحت په اړه مو قناعت حاصل شو، داده، د یادې لایحې په اړه خپله هوکړه لاسلیک او

له حکومت نه  د هغې د عادلانه اجراا هیله کوو.))

 

د ملي شورا پرانسته

(۱۳۱۰ – ۱۳۱۲ هـ.ل)

 

د ټاکنو د لایحې په پلي کیدو سره، د افغانستان ملي شورا د ۱۳۱۰کال د چنګاښ په ۱۴مه د سترې ملي موسسې

 په توګه د لومړي ځل لپاره د هیواد په تاریخ کې افتتاح او په کار یې پیل وکړ. د افغانستان د اساسي اصولنامې

 د ۲۷مې مادې د حکم پر بنسټ، چې د اساسي قانون حیثیت یې درلود، له ټول هیواد څخه

د خلکو (۱۱۱) استازي په دغه ستره موسسه کې راغونډ او د خپل کار په پیل کې یې لاندې سوګند پاڼه لاسلیک کړه.

 (( موږ لاسلیکوونکي، د هغه باور له مخې، چې ملت او حکومت راباندې کړی، د ستر څښتن تعالی په نوم

او قرانکریم سوګند یادوو، چې خپل ملت او حکومت ته به صادق واوسو.))

 

 

 

هغه مهال د ملي شورا(ولسي جرګې) د واکونو لنډه شرحه

 

-                     د ټولو هغو اصولونو او ضوابطو تصویبول، چې د د هیوادنیو چارو د نظم لپاره لازم وي ؛

-                     د مالي چارو، دهغو نویو عوارضو او فروعاتو ردول یا منل، چې دولت ورته اقدام وکړي ؛

-                     د هیواد د بودجې تدقیق او تصویبول ؛

-                     د نوې اصولنامې تصویبول او د قوانینو او مقررو بدلول او یا فسخ کول ؛

-                     د عمومي کمپنیو او شرکتونو د تشکیل د امتیاز تصویبول ؛

-           د عقد شویو مقاولاتو او معاهداتو تصویبول، د سوداګریزو، صنعتي او فلاحتي انحصاري امتیازونو ورکول،

 هغه کورني وي یا بهرني ؛

-                     د کورني یا بهرني دولتي استقراض تصویبول ؛

-                     د ریل پټلۍ د غځیدلو تصویبول؛

-                     د وزیرانو د راپورونو اوریدل.

-                     

د اعیان مجلس واکونه، چې ټول غړي یې انتصابي وو، د اساسي اصولنامې د موادو پر بنسټ

 په لاندې ډول تثبیت او ټاکل شوي وو:

 

-        د وضع شویو اصولو تصویب د ملي شورا او اعیانو په مجلس پورې تړلي و، هغه وړاندیزونه، چې د وزیرانو

 له لوري اعیانو مجلس ته رااستول کیدل، تر بحث وروسته د رایو په اکثریت تصدیق او د تصویب په موخه ملي شورا

ته استول کیدل، اپوټه د ملي شورا له لوري تصویب شوي مواد د اعیانو په مجلس کې ملاحظه او تصویبیدل.

-        د ملي شورا د پرانستې پر مهال، که چیرې د اعیانو مجلس نه وي جوړ شوی، د ملي شورا مصوبې نه ځنډول

 کیدل، د شاه تر توشیح وروسته د پلي کیدو وړ و.

-               

د افغانستان د ملي شورا لومړۍ دوره

(۱۳۱۰ -۱۳۱۲هـ.ل)

 

د افغانستان د ملي شورا لومړۍ غونډه، چې د ۱۳۱۰لمریز کال د چنګاښ په ۱۴مه د ملت د ۱۱۱استازو په ګډون

 د محمد نادر شاه له لوري پرانستل شوه او په کار یې پیل وکړ، ملي شورا په خپله لومړۍ غونډه کې له ۱۳۱۰ کال

 څخه تر ۱۳۱۲لمریز کال پورې د ملي شورا اداري پلاوی په لاندې ډول وټاکل شو :

 

د ملي شورا اداري پلاوی :

رئيس : عبدالاحد خان .

مرستیال  :عبدالحق خان  .

منشي : ميرزاعبدالطيف خان .

 

د اعیان مجلس اداري پلاوی:

رئيس : ميرعطامحمدخان.

لومړي مرستیال او د څیړنې د ټولنې رئیس : حاجي محمداکبرخان.

دوهم مرستیال او د صولو د تدوین د ټولنې رئیس: عبدالرحيم خان.

د تمیز د دایرې رئیس: فضايل همراهِ قاضي ملاعبدالله خان.

د افغانستان د ملي شورا د لومړۍ دورې د درېیم کال د کار پای د ۱۳۱۲لمریز کال د لړم په شپاړسمه و، چې

د افغانستان د پادشاه محمد نادرشاه له وژلو سره برابر و.                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                                          

د محمد نادرشاه تر شهادت وروسته د اساسي اصولنامې له لارښوونې سره سم، د لومړۍ دورې وکیلان او مشران

 مرکز ته راغلل او د محمد نادرشاه له مشر زوی اعلیحضرت محمد ظاهر شاه یې بیعت وکړ.

اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د ملي شورا د بیرته فعالولو په موخه، د ۱۳۱۲لمریز کال د سلواغې په ۱۵مه نیټه

 د ټاکنو فرمان صادر کړ، چې له مخې ټاکنې ترسره او د قانوني پړاوونو تر تیرولو وروسته د ملت انتخابي استازي کابل ته راغلل.

د افغانستان د ملي شورا د دویمې دورې لومړۍ غونډه، د ۱۳۱۳لمریز کال د غبرګولي په ۳۱مه د پنجشنبې په ورځ

 د (۱۰۸) استازو، د اعیان مجلس د غړو او نورو مشرانو په ګډون د افغانستان د پادشاه محمد ظاهر شاه په وینا،

 د ملي دارالشورا په ستر تالار کې پرانستل شوه .

 

د افغانستان د ملي شورا دویم دوره

(۱۳۱۳ - ۱۳۱۵هـ.ل)

 

د ملي شورا د دویمې دورې اداري پلاوی :

رئيس : عبدالاحد خان .

لومړی مرستیال : عبدالقيوم خان .

دویم مرستیال : برهان الدين خان

منشي : عبدالطيف خان .

د اعیان مجلس اداري پلاوی :

رئيس : محمد عطاخان .

لومړی مرستیال : حاجي محمد اکبرخان .

دویم مرستیال : عبدالرحيم خان .

منشي : سيدمحمدخان.

د ملي شورا د دویمې دورې تقنیني کړنې :

د ملي شورا په دویمه دوره کې یو شمیر اصولنامې، د اصولنامو ضمیمې، لایحې او پرتوکولونه تصویب شول .

 

د اعیان مجلس تقنیني کړنې:

د اعیان مجلس د اساسي اصولنامې له مخې د ملي شورا تصویب شوي مواد تصویب کړل، د دولتي ادارو پر

ځینو چارو یې غور وکړ، هغه یې تصویب او ګټورې پریکړې یې وکړې.

 

 

د افغانستان د ملي شورا درېیمه دوره

(۱۳۱۶ - ۱۳۱۸هـ.ل)

 

د ملي شورا درېیمه دوره تر ټاکنو وروسته د ملت د ۱۰۱استازو په شتون کې پرانستل شوه .

ددې دورې لومړۍ غونډه د ۱۳۱۶لمریز کال د غبرګولي په ۲۷مه د پنجشنبې په ورځ د افغانستان

د پادشاه محمدظاهر شاه په وینا په داسې حال کې پرانستل شوه، چې وزیرانو او دولتي لوړ پوړو

 چارواکو په کې ګډون کړی و او پر خپل تقنیني کار یې پیل کړ. رئیسه پلاوی یې وټاکه.

 

د افغانستان د ملي شورا د درېیمې دورې رئیسه پلاوی:

رئيس : عبدالاحد خان .

لومړی مرستیال: سيدمحمديونس خان .

دویم مرستیال: سيدمحمدخان.

منشي : عبداللطيف خان.

مرستیال منشي : عبدالباقي خان.

 

د اعیان مجلس رئیسه پلاوی :

رئيس : ميرعطامحمدخان.

لومړی مرستیال: حاجي محمداکبرخان .

دویم مرستیال: عبدالرحيم خان .

د تميز رئيس: حافظ عبدالغفارخان .

منشي: محمودخان.

 

د ملي شورا د رېیمې تقنیني دورې کړنې :

د ملي شورا درېیمه تقنیني دوره د معاهدو، پروتوکولونو، په بیلا بیلو برخو کې تړونونو، هوکړه

 لیکونو، اصولنامو او لایحو په تصویبولو سره پای ته ورسیده .

 

د اعیان مجلس د رېیمې تقنیني دورې کړنې:

اعیان مجلس د ملي شورا تصاویب تر مطالعې او غور وروسته تصویب کړل.

 

د افغانستان د ملي شورا څلورمه دوره

(۱۳۱۹ - ۱۳۲۱هـ.ل)

 

د ملي شورا د درېیمې تقنیني دورې په پای ته رسیدو سره، د ۱۳۱۸لمریز کال په دویمه

 نیمايي کې د ملي شورا د استازو په موخه د شاهي دارالتحریر فرمان صادر شو، ټاکنې

 د ټاکل شوي پلاوي تر څارنې لاندې ترسره او له ټول هیواد څخه (۱۰۹) استازي ملي شورا ته انتخاب شول .

د ملي شورا رئیسه پلاوی د پرانستې او تر هغې وروسته غونډه کې د وکیلانو له لوري وټاکل شو.

 

 

د ملي شورا د څلورمې دورې رئیسه پلاوی :

رئيس : عبدالاحد خان .

لومړی مرستیال: محمد الياس

دویم مرستیال: سلطان محمد خان .

منشي : ميرزاعبداللطيف خان.

 

 هيأت رئيسة مجلس اعيان د اعیان مجلس رئیسه پلاوی :

رئيس: ميرمحمد عطاخان.

لومړی مرستیال:حاجي محمد اکبرخان.

دویم مرستیال: عبدالرحيم خان .

د تميز رئيس: حافظ عبدالغفار خان.

 

 

د ملي شورا د څلورمې تقنیني دورې کړنې  :

د ملي شورا څلورمه دوره د یو لړ قوانینو په تصویبیدو سره پای ته ورسیده.

اعیان مجلس تقنیني کړنې:

د ملي شورا کړنې تر غور او مطالعې وروسته تصویب شوې .

 

د افغانستان د ملي شورا پنځمه دوره

(۱۳۲۲ - ۱۳۲۴هـ.ل)

 

د ملي شورا پنځمه تقنیني دوره د (۱۱۱) منتخبو استازو په ګډون د ۱۳۲۲لمریز کال

 د زمري په پنځمه د سلام خانې په ماڼۍ کې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وینا پرانستل شوه.

د ملي شورا غړو په خپلو لومړیو غونډو کې رئیس او رئیسه پلاوی وټاکه.

 

د ملي شورا د پنځمې دورې رئیسه پلاوی :

رئيس : عبدالاحد خان .

لومړی مرستیال: جلال الدين خان .

دویم مرستیال: سيد ابوالخيرخان.

منشي : عبداللطيف خان .

 

 

د اعیان مجلس رئیسه پلاوی :

رئيس : ميرمحمد عطاخان.

لومړی مرستیال او د څیړنو د انجمن رئیس: محمداکبرخان.

دویم مرستیال او د اصولو د تدوین د انجمن رئیس: محمدحکيم خان .

د تمیز محکمې رئیس: حافظ عبدالغفارخان .

 

د ملي شورا د پنځمې تقنیني دورې کړنې :

د ملي شورا په پنځمه دوره کې لاندې مواد تصویب شول:

 

بودجوي مسائل:

-                     د وارداتو او لګښتونو د عمومي بودجې موازنه ؛

-                     د وزارتونو او نورو ادارو د بودجې تنظیم ؛

-                     له افغانستان بانک څخه د مالیې وزارت پور ؛

-                     د ملکي او عسکري مامورینو د معاشونو زیاتوالی؛

-                     نړیوالې  معاهدې؛

-                     د اصولنامو او د هغو د ضمیمو تصویب .

 

د اعیان مجلس د پنځمې تقنیني دورې کړنې :

په دې دوره کې اعیان مجلس، هغه اصولنامې او د هغو ضمیمې، چې ملي شورا

تصویب کړې وې، تصویب کړې او په دې موده کې یې یو شمیر لایحې هم نهايي کړې.

 

د افغانستان د ملي شورا شپږمه دوره

(۱۳۲۵ – ۱۳۲۷ هـ.ل)

 

 د افغانستان د ملي شورا شپږمې دورې پر ۱۳۲۵لمریز کال پر خپل تقنیني کار پیل وکړ.

د ټاکنو له لایحې او د افغانستان د دولت د اساسي اصولنامې له موادو سره سم

 له ټول هیواد څخه د افغانستان پارلمان شپږمې دورې ته (۱۰۹) وټاکل شول.

د ملي شورا غړو په خپله لومړۍ ناسته کې خپل رئیس او د رئیس پلاوي غړي په لاندې ډول وټاکل.

 

د ملي شورا د شپږمې دورې رئیسه پلاوی:

رئيس :ع .ج. سلطان احمد خان .

لومړی مرستیال : ع. ص.سيد عمرخان.

سرمنشي   : ع.ص. عبداللطيف خان.

منشي : ص. حافظ محمد انورخان .

د جرګې د شعبې مامور: ص. محمدداود خان .

د کنټرول مامور : ص. غلام دستگيرخان .

د ورقو مامور : ص. فيض محمد خان .

اجرائیه سرکاتب : ص . محمد عمرخان .

 

د اعیان مجلس رئیسه پلاوی :

رئيس : ع.ج .ص.ع. فضل احمدخان مجددي.

لومړی مرستیال: ع.ص.غلام غوث خان .

دویم مرستیال: ع.ص.عبدالجبارخان .

منشي : ع. ميرزامحمودخان .

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان د ملي شورا د شپږمې دورې پرانسته د دویمې

 نړیوالې جګړې له پای ته رسیدو سره سمه وه، په دې موده کې په نړیوال سیاسي

 ډګر کې یو لړ سیاسي مسایل رامنځته شوي وو، چې د سولې غوښتنې په هڅو

 سره وکولای شول، چې د نړیوالو لپاره له سولې ډکه فضا رمنځته کړي. 

د مرمیو او بمونو د چاودنو غږونه چوپ شوي وو، د هیوادونو د اقتصادي، فرهنګي او

 ذهني پرمختګ لپاره لاره مخ په اواریدو وه .

په جګړه کې د افغانستان د بې پلوی سیاست  تعقیب او له نړیوالې سولې څخه

 ملاتړ له یوه لوري او په اقتصادي، سیاسي او فرهنګي بیلا بیلو برخو کې هر اړخیز

 بدلونونه له بل لوري، نه شوای کولای، چې زموږ پر منزوي هیواد بې اغیزې پاتې

 شي. سیاسي تحولاتو په تیره بیا اقتصادي کړکیچ له نورو ناخوالو سره یوځای

د شاه تړه محمد هاشم خان استعفا ته اړایست او د لومړي وزیر څوکۍ د سلطنتۍ

کورنۍ بل غړي د شاه بل تره  سردار شاه محمود خان ته وسپارل شوه .

ټولنیز- سیاسي بدلونونه د سیاسي عقیدو او نظرونو د رامنځته کیدو لامل وګرځیدل،

 چې د ټولنې له ټیټ او منځني قشر له ګټو یې دفاع کوله.

سیاسي خوځښتونه ورځ تر بلې پیاوړي کیدل. د دغو خوځښتونو مهمې موخې هماغه

 د اقتصادي برترۍ له منځه وړل، د ټولنیزو او سیاسي چارو دموکراتیزه په ځانګړي ډول

 د نوي اساسي قانون رامنځته کول وې.

دغو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو ته په پاملرنې سره د ملي شورا د شپږمې تقنیني

دورې د کار په لارو چارو کې هم بدلونونه رامنځته شول. دا، چې عبدالاحد خان تر پنځلس

 کاله ریاست وروسته له دې څوکۍ څخه ګوښه او پر ځای یې سلطان احمدخان وټاکل شو،

 چې له امله یې د شورا کار له دودیزې او کلاسیکې طریقې څخه را ویوست. له دې کار سره

 د افغانستان په ملي شورا کې د چارو د انسجام او څیړنې په موخه درې ګوني انجمنونه رامنځته شول.

یادو انجمنونو د وزارتونو او دولتي ادارو چارې په لاندې ډول څیړلې او ارزولې:   

                                                                                                                   

     لومړی انجمن:

1.       د حربیه وزارت چارې .

2.       د بهرنیو چارو وزارت چارې.

3.       د کورنیو چارو وزارت چارې .

4.       د عدلیې وزارت چارې.

5.       د دربار وزارت چارې .

6.       د مطبوعاتو د خپلواک ریاست چارې .

7.       

دویم انجمن:

1-                       د مالیې وزارت چارې .

2-                       د ملي اقتصاد وزارت چارې .

3-                       د کانو وزارت چارې .

4-                       د کرنې ریاست چارې.

5-                       د شرکتونو چارې .

 

درېیم انجمن :

1-                       د معارف وزارت چارې .

2-                       د صحیه وزارت چارې.

3-                       فواید عامې وزارت چارې.

4-                       د مخابراتو وزارت چارې.

5-                       د ملي شورا او اعیانو مجلس ریاست چارې .

6-                       د بلدیه ریاست چارې  .

 

د افغانستان د ملي شورا د شپږمې تقنیني دورې کړنې:

د ملي شورا په شپږمه دوره کې هم په بیلا بیلو برخو کې یو لړ مواد تصویب شول، یو شمیر

 اصولنامې او د هغو ضمیمې تصویب شوې او په نړیوالې برخه کې پر شویو معاهدو غور او تصویب شول.

 

د اعیان مجلس تصویبونه :

د اعیان مجلس د ملي شورا ټول تصویبونه او پریکړې تر غور لاندې ونیول او هغه یې تصویب کړل .

 

 

 

 د افغانستان د ملي شورا اوومه دوره

(۱۳۲۸ – ۱۳۳۰هـ ل)

 

د ملي شورا اوومه دوره له ټولنیزو- سیاسي بدلونونو څخه ډکه وه. په دې دوره کې روڼاندي

خوځښتونه رامنځته شول، د ویش ځلمیانو سیاسي ګونډ جوړ شو، د دموکراسي او د خلکو

د حقوقو د خوندیتوب په لاره کې مبارزې پیل شوې، د ویش ځلمیانو د ګوند استازو د ټاکنو له

لارې ملي شورا ته لاره ومونده، د انګار او وطن په نومونو جریدې خپرې شوې او د پارلمان په

دننه کې عملا مبارزې پیل شوې. په پارلمان کې  روڼاندو او راډیکال وکیلانو وکولای شول، چې

دموکراسي، اساسي قانون اصلاح او بشپړ شو، دملي شورا د ټاکنو نوی دموکراتیک قانون جوړ،

د رسنیو ازادي رامنځته، بې ګار له منځه یووړل شو، پانکي انحصارات منع، کرنیز بانک جوړ او

د بزګرانو کوپراتیف په کار پیل وکړ، تولیداتو کچه لوړه، ملي یووالی ټینګ او په پای کې ناقانونه

 امتیازونه له منځه یووړل شول او د برابرۍ او ورورولۍ فضا جوړ شوه.

ددغو وکیلانو سیاسي کړنې، چې د افغانستان روڼاندي استازي و، د پارلمان له تربیون څخه

 یې سره له دې، چې د دولت او د پارلمان د محافظه کارو ډلو له سخت غبرګون سره مخ و،

 د دموکراتیکو ارزګانو د عملي کیدو په تیره بیا د مطبوعاتو د قانون( اصولنامې) د جوړیدو په

 برخه کې عملي ګامونه پورته کړل، دولت ته یې دې اړ کړ، چې د دولت د درې ګونو قواوو

د تفکیک زمینه برابره او مشورتي شورا پر یوه واقعي قانون جوړونکي ارګان بدله کړي.

د ملي شورا په اوومه دوره کې ددغو وکیلانو کړنې د افغانستان په پارلمان کې د اهمیت وړ

دي او د هغوی دا کار د شلمې پیړۍ د لومړۍ نیمايي په وروستیو کې د افغانستان د ملي شورا

د ویښولو په پروسه کې اغیزمن او ارزښتمن ګام و.

د یادونې وړ ده، چې ددې کیفي بدلونونو په څنګ کې، چې د افغانستان د ملي شورا په اوومه

دوره کې روڼاندي استازي تر برخمن و، نو د افغانستان د ملي شورا په اداري پلاوي کې هم کمي

بدلون را برسیره شو. په دې دوره کې د شپږمې دورې د تصویبونو پر بنسټ د ملي شورا

 د استازو په شمیر کې زیاتوالی راغی او د ملي شورا په اوومه دوره کې له ټول هیواد څخه

شاوخوا( ۱۶۶) استازي موجود وو.

 

د ملي شورا د اوومې دورې رئیسه پلاوی :

رئيـــــــــس : ع.ج .عبدالهادي خان داوي.

لومړی مرستیال     :  ع.ص. عبدالرشيد خان .

دویم مرستیال    :  ع.ص. گل پاچاخان الفت .

لومړی منشي   :  ع.ص. عبدالعظيم خان صافي .

دویم منشي   :  ع.ص. محمدکبيرخان عبرت .

د تحریراتو مامور : ص. محمد داود خان .

د پلټنې د مدیر کفیل: ص. حافظ محمد انورخان .

د کنټرول مدیر  : ص. غلام دستگير خان .

اجرائیه سرکاتب : ص. علي ميرزاخان .

د ورقو مامور :  ص. فيض محمد خان .

د افغانستان د ملي شورا اوومه دوره، چې د هیواد د اقتصادي او ټولنیزو ناخوالو د له منځه

 وړلو په برخه کې د هیواد د روڼاندو د فکر ښکارندوی وه، کولای شول، چې د ټولنې د ټولنیزو

 چارو د دموکراتیک کولو په برخه کې ګامونه پورته کړي او ملي شورا له مشورتي حالت څخه

 خلاصه او د قانون جوړونې پر مرجع یې واړوي.

په دې دوره کې د ټولنیزو چارو د ښه کیدو په موخه په ملي شورا کې لاندې کمیسیونونه رامنځته شول.

د ملي دفاع انجمن .

د مخابراتو انجمن.

د بهرنیو چارو انجمن.

د کانو انجمن.

د قوانینو د جوړیدو او تدقیق انجمن.

د سرحدونو انجمن .

د معارف انجمن .

د صحیه انجمن.

د فواید عامې انجمن.

د مطبوعاتو انجمن.

د کورنیو چارو او بلدیې انجمن.

د اقتصاد انجمن .

اداري انجمن .

د شکایتونو اوریدو انجمن .

 

 

د افغانستان د ملي شورا د اوومې تقنیني دورې کړنې:

-  په دې دوره کې په یو شمیر اصولنامو کې یو لړ تعدیلونه رامنځته شول.

-                     د اصولنامو ځینې مادې لغوه شوې .

-                     یو لړ تړونونه او معاهدې تصویب شول .

 

 

 

 د اعیان عالي مجلس رئیسه پلاوی :

رئيس : ع.ج.ش.ع. فضل احمد خان مجددي.

لومړی مرستیال: ع.ص. عبدالجبارخان .

دویم مرستیال: ع.ص. حافظ عبدالغفار خان .

منشي : ع. ميرزامحمود خان .

 

د اعیان مجلس د اوومې تقنیني دورې کړنې:

اعیان مجلس د ملي شورا تصویبونه تر غور لاندې ونیول او تصویب یې کړل .

دغه راز یې د حکومت د ځینو کړنو د نه ترسره کیدو په تړاو یې یو لړ تصویبونه وکړل.

 

د افغانستان د ملي شورا اتمه دوره

(۱۳۳۱ – ۱۳۳۳هـ.ل)

 

د ملي شورا روڼاندو او راډیکالو غړو د خپلو پرله پسې مبارزو او د ملي شورا له تربیون څخه

د دموکراسۍ- پرمختللو نظرونو، د ګوندونو د جوړیدو، د اساسي قانون د درلودلو او په پای کې

 د یوې رښتني سیاسي او ټولنیز ژوند تخم د افغانستان د ملت په منځ کې وکره. د محصلانو

 ټولنه رامنځته، روڼاندو او ځوانانو خپلې غوښتنې د کنفرانسونو د جوړیدو او د شخصي او

مطبوعاتي ازادیو د تامین لپاره د ډرامو له لارې وړاندې کړل.

د ملي شورا د اوومې دورې په درېیم کال کې د سیاسي ګوندونو له جوړیدو سره د ملت په

 راویښولو او د خلکو د سیاسي شعور په ژوندي کولو کې ارزښتمن رول ولوباوه .

د غورځنګونو او ګوندونو مشرانو په خپلو پروګرامونو کې په دولتي دستګاه کې اساسي بدلونونه

 منعکس کول. د ملي ګوندونو بنسټ ایښودونکو خپلې سیاسي او ټولنیزې دندې په اساسي

 قانون او له عمومي افکارو څخه په زیږنده دموکراسۍ پورې تړلې وې. د سخت دریځ سازمانونو

 ترڅنګ منځلارې او مذهبي سازمانونه هم رامنځته شول، له دې ډلو څخه په یوه ډله کې

 صاحبمنصبان، ټیټ پوړي مامورین، د لږکیو او مذهبي ډلو استازي او دغه رار متعصب مذهبي

 کسان پکې راغونډي شوي و. ددې ډلې موخه د مطلقیت رژیم له منځه وړل او ان په افغانستان

 کې د اسلامي خلافت جوړیدل و.

دغه راز دموکراتیک بورژوا بیلا بیل جریانونه، چې غړي یې د دولت مامورین او کارکوونکي و،

 جوړل شول، او دغه جریانونه د دولت په مخالفه جبهه کې ودریدل. د جریانونه د ملي کلوپ

 تر نامه لاندې د شاه د تره د زوی سردار محمد داوودخان تر مشرۍ لاندې راغونډ او بودجه یې

 د اقتصاد د وزیر مجیدخان زابلي له لوري ورکول کیده، ددې ډلې اساسي موخه د لومړي وزیر

 شاه محمود خان د حکومت کمزوري کول او دې څوکۍ ته د داوودخان رسیدل و، چې بریالی نه شو.

 له دې وروسته یې په ګډوډیو لاس پورې کړ، د ۱۳۳۱لمریز کال د ملي شورا د اتمې دورې په ټاکنو

 کې، چې دغه ګوندونه یو له بل سره مقابل و، دولت د سیاسي اختناق زمینه برابره او د اړوندو

 سیاسي جریانونو اړوندو نوماندان ونه توانیدل په دې ټاکنو کې بریالي شي . هغه مهال د دې ډلو

 مشرانو په کابل ښار کې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د دولت پر ضد پر لاریونونو

لاس پورې کړ او په لاریونونو کې یې په ټاکنو کې شوې درغلۍ یې په ډاګه کړې. دا، چې د حکومت

 لپاره دا کړنه نوې، نو دغه اقدام یې د ملت په کستاخۍ تعبیر کړ، لاریون کوونکي یې د وسله والو

 ځواکونو په زور تیت پرک کړل، د رسنیو ازادي له منځه لاړه، د ملي جریدو خپریدل منع شول او

 د بیلا بیلو ډلو مشران زندانونو ته واچول شول. عبدالحی حبیبي پاکستان ته لاړ او هلته یې

د افغانستان جمهوریت جریده خپروله او پکې پر مطلقه رژیم سختې نیوکې کولې.

عبدالرووف بینوا هند ته تبعید شو. میرغلامحمد غبار(۴) کاله او ډاکټر عبدالرحمن محمودي (۹)

کاله زنداني شول. د اوومې دورې غورځنګ د لنډ مهال لپاره چوپ شو، خو یاد غورځنګ وکولای

شول، د ټولنې پر ټولنیزې پراختیا ژوره اغیزه وښندله. د اتمې دورې استازي د روڼاندو په سختو

 نیوکو کې شورا ته راغلل او په خپله غونډه کې یې رئیسه پلاوی وټاکه .

 

د ملي شورا د اتمې دورې رئیسه پلاوی:

رئيس  : د کندهار د نهر سراج وکیل ع.ج. عبدالرشيدخان.

لومړی مرستیال : د پروان د اعلی حکومت د غوربند وکیل ع.ص. محمد کبيرخان عزيزي .

دویم مرستیال : د ختیځ ولایت د روداتو وکیل ع.ص. محمد عثمان خان.

لومړی منشي : د هرات ولایت د پښتون زرغون وکیلا ع. محمد عليخان قاضي زاده.

دویم منشي : د سویل ولایت وکیل ع. لعل گل خان فرياد.

دارالانشا د تحریراتو مدیر: ص. محمد داود ځلاند .

د کمیسیونونو مدیر: سيدسلطان خان احمدي ومحمد عمرخان جاجي .

 

اجراات تقنيني دورة هشتم شوراي ملي :

د ملي شورا د اتمې دورې د لومړي کال مهمې کړنې په ملي شورا پورې د اړوندو چارو د څیړنې

 په موخه د اتو کمیسیونونو تصویبیدل و ، چې عبارت دي له:

الف : د وثایقو کمیسیون .

ب   :  د مالي چارو کمیسیون .

ج   : د کورنیو چارو کمیسیون .

د    : د قبایلې چارو کمیسیون.

ه   : د بهرنیو چارو کمیسیون

و  : د ملي دفاع کمیسیون .

ز  :    د معارف کمیسیون.

-   د هیواد د بهرنیو او کورنیو مسائل په اړه تصویبونه.

دا، چې تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته ټولنیز- سیاسي بدلونونه پراخ او هر اړخیز و، او دولت

 روڼاندي له صحنې یوې خوا ته کړې وو، سره له دې هم واکمن رژیم حالاتو ته پاملرنې سره اړ

شو، چې ځینې اصلاحات راولي، ځکه په پخواني وضعیت د حاکمیت د دوام امکان نه و، نو

 سردار شاه محمود استعفا ورکړه او نوې کابینه د شاه د تره د زوی سردار محمد داوودخان

په صدارت کې جوړه شوه. سره له دې، چې نوې کابینې هم د سیاسي واک په ماهیت کې

 بدلون رانه وست، لومړی وزیر پارلمان ته راغی او د خپلې وینا پرمهال یې د خلکو استازو ته

 خپله تګلاره ولوسته او دغه کار یې د دموکراسۍ رښتنی انځور په ګوته کړ.

 

د اعیان عالي مجلس :

رئیسه پلاوی :

رئيــــــــس : ع. ج.ش.ع. فضل احمدخان مجددي.

لومړی مرستیال: ع.ش. عبدالجبار خان .

دویم مرستیال: ع.ش. حافظ عبدالغفار خان .

 

په اتمه دوره کې د عیان عالي مجلس تقنیني کړنې:

د اعیان عالي مجلس ټول هغه تصویبونه او پریکړې تر غور لاندې ونیولې او تر هر اړخیزې

مطالعې وروسته یې تصویب کړل.

د افغانستان د ملي شورا نهمه دوره

( ۱۳۳۴- ۱۳۳۶ هـ.ل)

 

د ملي شورا نهمه دوره د هیواد له سیاسي او اقتصادي مهمو تحولاتو سره یوځای پر کار

 پیل وکړ، دې حالاتو دا ایجابوله، چې ملي شورا د دولت د مهمو مشورتي ارګانونو په توګه

 د اقتصادي او ټولنیزو ناخوالو او ستونزو په اواري کې له دولت سره مرسته وکړي، ځکه په

 دولتي چارو کې د خلکو مرسته کولای شي، د ټولنې پر عمومي ستونزو او ناخوالو بری

 وموندل شي.

مجلس په خپله لومړۍ عمومي غونډه کې د ملي شورا رئیس، مرستیالان او منشیان

د غړو له منځه وټاکي. د ملي شورا نهمې دورې ته ۱۷۳استازي د اساسي اصولو او

د ملي شورا د ټاکنو د لایحې له احکامو سره سم لاره ومونده .

 

د ملي شورا د نهمې دورې رئیسه پلاوی:

رئيس : د کابل اړوند د لوګر د کلنګار وکیل محمد نوروزخان. 

لومړی مرستیال: د کندهار د مرکز وکیل مولوي صالح محمد.

دویم مرستیال :د کابل د مرکز وکیل حاجي فقير محمد شفا.

لومړی منشي :د میمنې د مرکز وکیل محمد رحيم (شيدا ).

دویم منشي :د مزارشریف د خلم وکیل محمد کبير (عبرت ).

د مجلس د تحریراتو لوی مدیر: محمدداود.

د کمیسیونونو د لوی مدیریت کفیل: ذين العابدين جمالي.

د تبلیغاتو او خپرونو د لوی مدیریت کفیل :حفيظ الله منير.

د مامورینو او اجرائیې د لوی مدیریت کفیل: عبدالصمد .

د اوراقو د لوی مدیریت کفیل: فيض محمد.

 

د افغانستان د ملي شورا د نهمې تقنیني دورې کړنې:

د افغانستان د ملي شورا نهمې دورې د هیواد سیاسي- اقتصادي او ټولنیزو حالاتو

 ته پاملرنې سره او د شته ستونزو څخه د خلاصي په موخه یې لاندې کړنې او پریکړې وکړې:

 

1 _ د شورا کورنۍ چارې

     د غونډې د ۱۳۳۴ کال دغبرګولي د ۲۷مې تصویب، چې له مخې یې د کندهار ښار

 د مرکز وکیل مولوي صالح محمدخان د موقت رئیس په توګه وټاکه .

د عمومي غونډې د ۱۳۴۳کال د غبرګولي د ۲۸مې نیټې تصویب، چې له مخې یې

 د وثایقو او باورلیکونو د تدقیق کمیسیون وټاکل شو. په دې کمیسیون کې درې

 درې کسانو له ولایتونو او د اعلی حکومت دوو نفرو  غړیتوب درلود، چې ټول ۳۳ کسان کیدل.

     د ملي شورا د وکیلانو د معاشونو د اجرا په تړاو تصویب .

     د اته ګونو کمیسیونونو د ټاکلو په اړه تصویب .

د کمیسیونونو د رئیسه پلاویو د تایید په اړه تصویب.

     د ملي شورا د کار د لسو ورځو د غځیدلو په اړه تصویب .

 

 2_ د دولت چارې:

  د بانکنوټونو د زیرمې د څارنې په موخه د افغانستان بانک د اساسنامې د ۶۲مې

 مادې له حکم سره سم د شورا د دوو استازو تصویب.

    د عسکري مکلفیت د اصولنامې د ۲۳اصل د تعدیل په اړه تصویب.

    د نفوسو د تذکرې د اساسنامې په اړه تصویب .

    د روژې په مبارکه میاشت کې د مامورینو د حاضرۍ او رخصتۍ د اصولنامې

 د تعدیل په اړه تصویب.

   په اعلی حکومت باندې د شبرغان د ستر حکومت د تبدیلیدو په اړه تصویب .

    د افغانستان د ملکیت د ویش په اړه تصویب.

  د دولتي تصدیو د بودجې په اړه تصویب.

 

بهرني مسائل :

          د افغانستان د کانو وزارت او د سویډن د حکومت ترمنځ د سرپل د پټرولو

 د کاري پروګرام د تړون تصویب.

     د افغانستان د شاهي حکومت او اندونیزیا ترمنځ د معاهدې تصویب.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوايي خدمتونو د پروتوکول تصویب.

     د افغانستان او چین جمهوریت ترمنځ د سوداګرۍ د هوکړه لیک تصویب.

 

کمیسیونونه :

د عمومي غونډو او اته ګونو کمیسیونونو د کاري ورځ په اړه تصویب، چې له مخې

 یې د یکشنبې، سه شنبې او پنجشنبې   ورځې یې د اته ګونو کمیسیونونو

 د غونډو لپاره وټاکل شوې .

 

د اعیان عالي مجلس:

د ملي شورا په نهمه دوره کې د اعیان عالي مجلس ددغه مجلس د دندو له لایحې

 سره سم ټولې ورسپارل شوې دندې ترسره کړې. د ملي شورا د نهمې دورې

 د سناتورانو شمیر ۱۹ کسانو ته رسیده.

 

رئیسه پلاوی :

رئيس :فضل محمد خان( مجددي)

لومړی مرستیال :عبدالجبار خان

دویم مرستیال :حافظ عبدالغفار خان

 

د ملي شورا په نهمه دوره کې د اعیان مجلس تقنیني کړنې

الف : کورني دولتي مسائل

 

د توقیف خونو او زندانونو د اصولنامې په ضمیمه کې د تعدیلونو تصویب .

د عسکري مکلفیتونو د صولنامې د ضمیمې تصویب

د افغانستان بانک د اساسنامې د ۶۲اصل د تعدیل اصول.

د مامورینو د ترفیع او تقاعد د ضمیمې تصویب.

د بلدیې د اصولنامې تعدیل او تصویب .

په ۳۰مادو کې د نفوس د نوې تذکرې د قانون د پروژې تصویب

په ۱۸مادو کې دولایتونو د مشورې د غونډو د تشکیل او دندو د اصولنامې د پروژې تصویب.

د ملکي هوايي چلند د اصولنامې د پروژې تصویب .

 

ب: بهرني مسائل او هوکړه لیکونه

د افغانستان د شاهي حکومت او برما اتحادیې ترمنځ د معاهدې په اړه تصویب.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د هوايي چلند د هوکړه لیک په اړه تصویب.

د افغانستان او شوروي ترمنځ د هوايي سرویس د هوکړه لیک تصویب.

د افغانستان او شوروي ترمنځ د پستې مراسلو د راکړې ورکړې د تړون تصویب .

 

د افغانستان د ملي شورا لسمه دوره

(۱۳۳۷ – ۱۳۳۹هـ.ل)

 

د افغانستان د ملي شورا نهمې دورې په هیواد کې د اقتصادي، ټولنیزو او سیاسي

 تحولاتو له رامنځته کیدو سره سم په کار پیل وکړ.

 هغه مهال د اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي تحولاتو په اړه د دولت اقدامات د ټولنې

 د بیلا بیلو پرګنو له لوري له سختو غبرګونونو سره مخ شول. د اقتصادي پراختیايي

 پنځه کلنو پلانونو په جوړیدو سره د دولت اقتصادي سیاست په اقتصادي او ټولنیزو

مسائلو کې ژور بدلونونه راغلل او یو شمیر صنعتي او تخنیکي پروژې پیل شوې .

ملي شورا خپل رئیسه پلاوی په خپلو لومړیو غونډو کې وټاکه.

 

 

د ملي شورا د لسمې دورې رئیسه پلاوی :

رئيس : دلوگرولایت وکیل محمد نوروز خان.

لومړی مرستیال : د کابل د مرکز وکیل داکتر محمد اسمعيل علم.

دویم مرستیال : د اقچې وکیل ولي محمد رحيمي.

لومړی منشي : د میمنې د مرکز وکیل محمد رحيم شيدا.

دویم منشي : د جبل السراج وکیل غلام دستگير.

                                        

د لسمې دورې تقنیني کړنې او تصویبونه :

د ملي شورا عمومي غونډه د ۱۳۳۷لمریز کال د غبرګولي په ۷مه جوړه شوه او

 د چارو د سمون په موخه یې لاندې اووه کمیسیونونه تصویب کړل:

 - د تغییر د حالت او د کورنیو چارو، قبایلو او شکایتونو د اوریدو د قوانینو د تعبیر

 کمیسیون(۲۵) غړي .

- د مالي او بودجې او سوداګریزو چارو کمیسیون(۳۰) غړي.

- د بهرنیو چارو کمیسیون(۱۲) غړي.

- د عدلیې وزارت اداري کمیسیون(۱۲) غړي.

- د ملي دفاع وزارت د چارو کمیسیون(۱۲) غړي .

- د معارف، روغتیا او مطبوعاتو کمیسیون(۱۲) غړي .

 د فواید عامې، کرنې، کانو او صنایعو کمیسیون(۱۳) غړي.

د عامې روغتیا، سوداګرۍ، مالیې د وزارتونو او د کلیو د پراختیا ریاست د ۱۳۳۸لمریز

 کال د بودجې تدقیق او تصویب .

د ملکي مامورینو د ترفیع، تقاعد او ګومارنې د صولنامې تصویب .

د عدلي محکمو له اصولنامې سره سم د مرافعې غوښتنې د وخت په اړه تصویب.

د دولتي مالونو د پلور اصولنامې تصویب .

 

د ملي شورا د لسمې دورې د اعیان  عالي مجلس:

تشکيلات :

رئيس : کمبود

مرستیال : حافظ عبدالغفار

غړي نهه کسه

 

تقنیني کړنې:

هغه اصولنامې، مقررې او مواد، چې د ملي شورا له لوري تصویب شوي و،

د اعیان په مجلس کې پرې بحث وشو او هغه تصویب شول.

 

د افغانستان د ملي شورا یوولسمه دوره

(۱۳۴۰ الي ۱۳۴۳هـ. ل)

 

د ملي شورا یوولسمه دوره په هیواد کې د ناوړه سیاسي او اقتصادي حالاتو له رامنځته

 کیدو سره یو ځای په کار پیل وکړ. د نړیوال سیاست په ډګر کې د افغانستان بې پلوۍ

د امپریالیستۍ ضد خصلت درلود او په اسیا کې د انحصاري هیوادونو د سیاست پر ضد

 و. له بل لوري د لویدیځې اسیا هیوادونه تر سخت ګواښ لاندې و. ان تر دې بریده، چې

 ددغو هیوادونو په رسنیو کې د افغانستان او شوروي ترمنځ پر سیاسي اړیکو، چې

د ښه ګاونډیتوب، د نه تیري او د متقابله تخنیکي، اقتصادي او فرهنګي مرستو پر بنسټ

 ولاړ و، نیوکې کولې او هغه یې پر هند د برید لپاره یو ستر خطر باله. دوی داسې ګڼله،

چې ګني شوروي له دې لارې غواړي، چې پر افغانستان فشار راوړي او هغه په پوځي

 سازمانونو کې شامل کړي، چې دا تبلیغات د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو پر خرابیدو

 تمام شول. د افغانستان پر مخ ترانزیټي لارې وتړل شوې او له دې پلوه د را ولاړو شویو

ستونزو د اواري په موخه له ایران سره سوداګریز تړون لاسلیک شو.

دغو سیاسي او اقتصادي بدلونونو پر ټولنیزو اړیکو ژورې اغیزې وښندلې. د محمد داوود خان

 دحکومت اقتصادي فعالیتونه، چې تر ډیره بریده د بورژوازي په ګټه وې، د ټولنې د ټیټو قشرونو

 لپاره په ګټه نه وو او د ټولنې په ټولنیز حالت کې هیڅ بدلون رانغی. د حکومت په سیاست

کې کوم عملي څه تر سترګو نه شول. د داوود خان د محدود کورني سیاست او کمزوري بهرني

 سیاست له امله د رژیم د ټینګښت پر وړاندې خنډونه رامنځته او ټیکاو له منځه ولاړ. له بهرنیو

هیوادونو سره د افغانستان اړیکې محدودې شوې، د ۱۹۴۷- ۱۹۵۲کلونو د سیاسي جریانونو

 غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ویل شو، دا ټول لاملونه ددې باعث وګرځیدل، چې د ۱۳۴۱کال

د کب په میاشت کې د داوودخان حکومت استعفا ورکړي او نوې کابینه د محمد یوسف په ریاست جوړه شي.

 

دغه حکومت په سیاسي برخه کې اعلان وکړ، چې په دولتي ادارو کې لازم تغیرات رامنځته شي،

 له هغې جملې څخه حکومت د نوي اساسي قانون په جوړیدو پیل وکړ، چې موخې یې د ټاکنو

 د نوي قانون جوړیدل او سیاسي ګوندونو رامنځته کول وو.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو د ټینګښت لپاره هلې ځلې وشوې، خبرې

د ایران په منځګړتوب پیل شوې، دیپلوماتیک اړیکي د قونسلګریو د جوړیدو تر کچې پراخ شول او

د پاکستان له لارې د افغانستان د مالونو د ترانزیت حق بیرته ترلاسه شو.

په هیواد کې د ټولنیزو او اقتصادي حالاتو په بدلون سره د ډله ییزو رسنیو په سیستم کې هم

 بدلونونه رامنځته شول. د مطبوعاتو له لارې راډیکالو روڼاندو د خلکو د ژوند په اړه په دولتي ورځپاڼو کې

 خپلې لیکنې او مطالب خپاره کړل. په دې حالاتو کې په هیوادک ې د دموکراتیکو نظریو د پلویانو غوښتنې

 او شعارونه هم ورځ تر بلې زور واخیست، خو واکمنو هڅه کوله، چې ددې نظریو د خپریدو مخه ونیسي

 او په خپله د ټولنې د بیلا بیلو پرګنو په تیره بیا د روڼاندو د همکارۍ په راجلبولو بوخت و او ځینې اصلاحات

 یې عملي کړل، چې له هغې جملې څخه د دولتي اداري سیستم بدلونونه و، چې له امله یې د هیواد

 ملکي ویش پراختیا وموندله او افغانستان په (۲۸) ولایتونو وویشل شو، چې دا د اداري ستونزو په اواري

کې یو ستر ګام و.

د هیواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو حالاتو ته په کتو په ځانګړي ډول د ۱۳۴۳لمریز کال د اساسي قانون

 په جوړیدل سره، چې د افغانستان په تاریخ کې درېیم اساسي قانون و، د افغانستان د ملي شورا یوولسمې

 تقنیني دورې کار په پای ته ورسید او د دوولسمې دورې لپاره په نوې بڼه ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې او

د ملي شورا په لومړیو غونډو کې ددې شورا رئیسه پلاوی وټاکل شو.

  

د ملي شورا د دوولسمې دورې رئیسه پلاوی:

رئيس : د لغمان وکیل دوکتور عبدالظاهر.

لومړی مرستیال :د کابل د مرکز وکیل دوکتور محمد اسمعيل علم.

دویم مرستیال : د اقچې وکیل ولي محمد رحيمي.

لومړی منشي : میمنې دمرکز وکیل محمد رحيم شيدا.

دویم منشي : د خاص کونړ وکیل ميرزا گل محمد.

يادداشت :

په ۱۳۴۲کال کې محمد رحیمي د لومړي مرستیال، دوکتور سید حشمت الله د دویم مرستیال،

غلام غوث سلیم عالمي د لومړي منشي په توګه وټاکل شول.

 

کمیسیونونه

 - د بهرنیو چارو کمیسیون

- د قوانینو د تدقیق چارو کمیسیون

- د بودجې او مالي چارو کمیسیون

- د کرنې او مخابراتو چارو کمیسیون

- د عدلي چارو کمیسیون

- د ملي دفاع کمیسیون

 

د ملي شورا تقنیني کړنې:

الف : د شورا په کورنیو چارو پورې اړوند مسائل:

د ۱۳۴۲کال د غويي د ۲۷مې نیټې په غونډه کې د شورا د کار د وختونو د ټاکلو او د اووګونو

کمیسیونونو د ټاکلو تصویب .

       د کمیسیونونو دکار د وخت تصویب.

      د شورا دکورنیو دندو، د مرستیالانو او منشیانو د ټاکنې په اړه تصویب

ب:  په دولت پورې اړوند مسائل :

       د ملکي ویش د اصولنامې په اړه تصویب .

      د عسکري مکلفیتونو د اصولنامې په اړه تصویب .

      د ملکي مامورینو د محاکمې د اصولنامې په اړه تصویب.

 ج:  تړونونه او معاهدې :

      د ذروي ازمایښتونو د منعې او محدود کولو د معاهدې تصویب.

د افغانستان او چین ترمنځ د پولې د نوي کولو مشورتي معاهدې تصویب.

 

په یوولسمه دوره کې د اعیان عالي مجلس رئیسه پلاوی:

رئيس : عبدالهادي داوي

مرستیال  : عبدالحکيم مشرقيوال

 

د اعیان مجلس تقنیني کړنې:

څارویو د محصول د اخیستو په اړه تصویب .

د ملکي ویش د ضمیمې په اړه تصویب.

د باقیاتو د سپارلو د اصولنامې تصویب .         

                    

د افغانستان د ملي شورا دوولسمه دوره

(۱۳۴۴-۱۳۴۷ هـ.ل)

ولسي جرګه :

د ۱۳۴۳لمریز کال اساسي قانون په عمومي ډول پارلمان ته تر یوه بریده ددې زمینه برابره کړه، چې

 د حکومت د تشکیل په چارو او د حکومت پر کړنو کنټرول ولري، د ولسي جرګې غړو کولای شول،

حکومت استیضاح کړي. له لومړي وزیر یا وزیرانو څخه د ټاکلو موضوعاتو په اړه پوښتنې مطرح کړي.

 دغه راز  د ولسي جرګې د یوه ثلث په وړاندیز د حکومت د کړنو د څیړنې او مطالعې لپاره د څیړنې

 انجمن یا کمیسیون ټاکل کیده.

د ۱۳۴۳لمریز کال نوي اساسي قانون تصویبیدل د افغانستان په سیاسي او ټولنیز ژوند کې واقعا یو ستر

 او مهم کار و.

د حقوقو او ازادیو اعلان، د دربار د کسانو د حقوقو محدودول، د پارلماني فعالیتونو لپاره د زمینې برابرول،

 د قانون په چوکاټ کې د سیاسي ګوندونو فعالیت، د مذهبي ځواک د اغیزو محدودول او ځینې نور بدلونونه

 د بیلا بیلو جریانونو او غورځنګونو له هغې جملې څخه د دموکراتیکو جریانونو د زیاتوالي لامل وګرځیدل او

 د تیر په پرتله یې سیاسي جوړښت او تشکیلاتو پراختیا  وموندله.

د ۱۳۴۳لمریز کال د اساسي قانون پر بنسټ پارلمان پر دوو جرګو یانې اعیان( مشرانو جرګه) او عوام

( ولسي جرګه) وویشل شو. د یادونې وړ ده، چې د ملي شورا غړو په خپلو لومړیو غونډو کې

 د جرګې رئیسه پلاوی په لاندې ترکیب وټاکه :

 

د ملي شورا رئیسه پلاوی:

رئيس :     د لغمان د مرکز وکیل دوکتور عبدالظاهر.

لومړی نایب : د وردګو ولایت د چک ولسوالۍ وکیل محمد اسمعيل (مايار).

دویم نایب  : د فاریاب ولایت د مرکز وکیل نظر محمد (نوا ).

منشي      : د پروان ولایت د بګرام ولسوالۍ محمد شاه ارشاد.

نايب منشي : د فراه ولایت د ګلستان ولسوالۍ وکیل محمد اسحق هلالي.

 

د ملي شورا د دوولسمې تقنیني دورې کړنې:

الف : کورني مسائل :

       د اداري پلاوي ټاکلو په اړه تصویب.

       په ښکاره ډول حکومت ته د باور رایې ورکولو د غونډې د جوړیدو په اړه تصویب .

       د ملي شورا په غونډو کې د خلکو د ګډون کارتونو د ویش تصویب.

       د دولتي موټرو د موضوع د څیړنې په موخه د کمیسیون د ټاکلو په اړه تصویب .

 

کمیسیونونه :

د مالي او بودجې کمیسیون .

د قوانینو د پلي کیدو او څارنې او د شکایتونو د اوریدو کمیسیون.

د نړیوالو اړیکو کمیسیون .

د اساسي تشکیلاتو او پراختیايي پلان کمیسیون .

د تقنین او عدلي چارو کمیسیون.

دکورنیو چارو او سیمه ییزې ادارې کمیسیون.

د ملي دفاع کمیسیون .

د کرنې او مالدارۍ چارو کمیسیون.

د صحیه چارو کمیسیون.

د سوداګریزو چارو انجمن.

د فواید عامې او مواصلاتو انجمن .

دکانو او صنایعو چارو انجمن.

د فرهنګي چارو انجمن.

 

دعیان عالي مجلس( مشرانو جرگه):

د ۱۳۴۳لمریز کال د اساسي قانون په نافذیدو سره د ملي شورا د ټاکنو او فعالیتونو په کړنلاره کې بدلونونه راغلل.

ددې دورې تر ټولو مهمه ځانګړنه هماغه د اعیان مجلس یا مشرانو جرګې د یو ثلث غړو د ټاکنې کړنلاره ده.

د مشرانو جرګې د غړو شمیر ۵۲کسانو ته رسیده.

رئيس  : عبدالهادي داوي

لومړی نایب :ميرعبدالکريم معقول

دویم نایب :غلام نبي ناشر

لومړی منشي :محمد هاشم واسوخت

دویم منشي :غلام حضرت ابراهيمي

 

د افغانستان د ملي شورا دیارلسمه دوره

(۱۳۴۸-۱۳۵۱ هـ.ل)

د افغانستان دملي شورا دیارلسمه دوره پر داسې مهال پیل شوه، چې په هیواد کې سخت اقتصادي

 او سیاسي کړکیچ روان و، په دې معنی، چې دخلکو اقتصادي ستونزې ورځ تر بلې مخ پر زیاتیدو وې.

 کرنه، چې د هیواد پنځه اتیا سلنه خلک پرې بوخت و، د ناسالمو ټولنیزو اړیکو له امله له ستونزو سره

 مخ شوه. د دموکراتیکو ازادیو د ترلاسه کولو په موخه دموکراتیکو جریانونو زور واخیست او دوی د خلکو

 د ګټې پر بنسټ د اقتصادي او فرهنګي سیاست په غوره کولو لاس پورې کړ. په دې وخت کې ځوانانو

 او محصلینو په لومړي سر کې د کابل پوهنتون محصلینو له ۱۳۴۷نه تر ۱۳۵۱کال پورې په سختو مبارزو

 لاس پورې کړ. دکابل پوهنتون محصلینو دخپل لاریون لامل په هیواد کې د لوړو زده کړو له سیستم څخه